ads

تورخم كې شاوخوا ۱۰ ټنه امونيم نايټرېټ سره نيول شوې

د سرحدي پوليسو مسوولين وايي، ځواکونو يې په تورخم ښارګوټي کې په يوه لارۍ کې بار شاوخوا لس ټنه امونيم نايټرېټ سره نيولې ده.

نویسنده: sarwan
25 چنګاښ 1396
تورخم كې شاوخوا ۱۰ ټنه امونيم نايټرېټ سره نيول شوې

د سرحدي پوليسو مسوولين وايي، ځواکونو يې په تورخم ښارګوټي کې په يوه لارۍ کې بار شاوخوا لس ټنه امونيم نايټرېټ سره نيولې ده.
په ختيځ کې د لومړۍ سرحدي لېوا قوماندان سمونوال محمد ايوب حسين خېل نن د يوه خبري کنفرانس په مهال نيول شوې سره، چې په ۲۰۰ بوجيو کې ځاى پر ځاى شوې وه، له يو تن سره، چې د پاکستان اوسېدونکى دى، رسنيو ته وښودله.
نوموړي وويل، د نيول شوې امونيم نايټرېټ سرې ټول وزن شاوخوا لس ټنه دى، چې د کډې په يوه لارۍ موټر كې په ډېر مهارت ځاى پر ځاى شوې وه.
د حسين خېل په خبره، نيول شوي موټر چلوونکي غوښتل دغه سره مارکو بازار ته انتقال او هلته ترې وسله وال د ماينونو جوړولو لپاره ګټه پورته كړي.
د يادونې وړ ده، چې څو کاله وړاندې پخواني جمهور رئيس حامد کرزي په هېواد کې پر تورې سرې يا امونيم نايټرېټ په داسې حال کې بنديز ولګاوه، چې ويل کېدل د حکومت وسله وال مخالفين ترې د ماينونو په جوړولو کې استفاده کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA