ads

ښاري حکومت او هېرشوي اطرافونه

تاسې به هم په دې خبره پوه یاست چې د افغانستان په لرې پرتو ولسوالیو، خصوصاً د ختیځو ولایتونو په ولسوالیو کې چې اوسېدونکي یې اکثره قومي جوړښتونه لري او همغې ته ډېر پابند دي، ترې د ناامنۍ او جګړې خبرونه ډېر راپورته کېږي.

نویسنده: sarwan
24 چنګاښ 1396
ښاري حکومت او هېرشوي اطرافونه

تاسې به هم په دې خبره پوه یاست چې د افغانستان په لرې پرتو ولسوالیو، خصوصاً د ختیځو ولایتونو په ولسوالیو کې چې اوسېدونکي یې اکثره قومي جوړښتونه لري او همغې ته ډېر پابند دي، ترې د ناامنۍ او جګړې خبرونه ډېر راپورته کېږي.
کلید ګروپ- جلال اباد څانګې د کاونټر پارت نړیوالې ادارې په همکارۍ د سیمه ییزې حکومتولۍ د سمون او د قومي جوړښتونو د بیا پیاوړتیا لپاره د لارو چارو راایستلو په نیت د خپلو پرله پسې همغږي رامنځته کوونکو ناستو په برابرولو سره دا مسایل د مدني فعالانو مخې ته اېښي.
زموږ د مجلسونو نتیجه دا راووته چې د ننګرهار حصارک، خوږیاڼي، هسکه مېنه، کوټ، اچین، د لغمان الینګار او بادپښ، د کونړ دانګام، او مروره هغه ولسوالۍ دي چې قومي جوړښتونه په کې یو وخت تر ټولو غښتلي جوړښتونه وو او حکومتونو له دغو سیمو نه پراخ ملاتړ درلود، مګر په دې وروستیو کې همدا ولسوالۍ تر ټولو ناامنه سیمو کې حسابېږي. په دغو ولسوالیو کې د ناامنۍ په تړاو شننو کې دا ویل کېږي چې حکومت ونه کولی شول د سرحدي ولسوالیو یا له ښاره دباندې لرې پرتو ولسوالیو ته سمه او غښتلې حکومتداري ورسوي، قاطع او مسلکي ولسوالان وټاکي، تکړه قومندانان ولري او صادق اداري پرسونل ورته وګوماري، بلکې هغه خلک لرې پرتو ولسوالیو ته ځي چې زیاتره یې له وسله والو سره لار لري، پخپله په فساد ککړ دي او د ولس پر رنګونو لکه وینه څښونکې ژورې نښتې دي.
په ختیځ کې د مدني فعالانو بله نیوکه دا هم ده چې ولسوالیو کې څنګه چې پکار ده د ذهنونو د روښانتیا فعال مراکز نشته، په مکتبونو کې ښوونکي ضعیف دي، ملي روحیه نه تدریسېږي، په کلینیکونو کې ډاکټران او درمل په معیار برابر نه دي او په پراختیايي پروژو کې په لسو لاسونو د فساد لاره اوارېږي، چې دې معاملو خلک له حکومته ماڼیجن کړي دي او هیڅ هم په کې خپل نه ګڼي چې سبا ورځ پرې ننګ وکړي.
د سولې د ټینګښت لپاره د مدني بنسټونو د همغږۍ د هغو ناستو لړۍ چې د کلید ګروپ په توسط په ولایتونو کې راپیل شوې، اکثره د نظر خاوندانو په کې درېیمه لویه ستونزه دا یاده کړه چې حکومت په ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د قومي جوړښتونو ساتنه، پالنه او ملاتړ ونه کړای شو.
دغلته چې څومره لازمه وه د قومي جوړښتونو نه په استفادې د ملي او ذهني روښانتیا لپاره کار وانه خیستل شو او هرې وسله والې ډلې چې هر وخت خوښه شوه، له کوره یې ملک، خان، ملا او دهقان راوویست، ویې ویشت، حلال یې کړ، پر خپله مخه ولاړل، د ولسوالۍ پولیسو، قومندان او ولسوال پخپله دا هر څه واورېدل، ویې لیدل او غوږونه یې پرې کاڼه واچول.تر ټولو لویه ستونزه دا چې په ولسوالیو کې ناستو چارواکو د قومونو ستونزې حل نه کړې، وړې معضلې خلکو له مجبوریته د وسله والو د محاکمې پر میز کېښودې او د ځان لپاره یې انصاف له وسله والو صحرايي محکمو وغوښت.د ولسوالیو چارواکو د خپلې بقا لپاره د قومي جوړښتونو د ماتولو هڅې وکړې او قومونه یې یو تر بله په جنګ واچول چې همدا کار یې په لرې پرتو سیمو کې د وسله والو د نفوذ سبب شو او ځینې ځپل شوې کورنۍ، قبیلې او کلي مجبور شول چې یا د حکومت پر ضد خپله ودرېږي، یا کومه وسله واله ډله حمایه کړي، یا هم هره وسله واله ډله چې د دوی په سیمه کې فعالیت کوي او ولس ته ازار ونه رسوي، دوی یې هم په وړاندې غبرګون ښکاره نه کړي.
مدني فعالانو په ټینګار سره د کلید ګروپ په برابرو کړیو ناستو کې واضحه کړه چې حکومت ښاري ارزښتونو ته پام کړی، خو قومي او لرې پرتو سیمو ته نه سمه حکومت داري لري، نه یې هم د قومي جوړښتونو پالنه کوي. کله چې له دوی نه په دې برخه کې د ولې پوښتنه وشوه، نو راته یې وویل حکومت یې هم نه غواړي؟
فعالان په دې نظر هم وو چې د ولسوالیو د چارواکو، ولسوال، قاضي او قومندان په وجه دوی مجبور شوي چې د دولت مخالفت وکړي، ځکه دوی په کلي کې د یوې منازعې په وجه د زورور لوري، خان یا ملک ملاتړ کړی وي او هغه د دې سبب شوی وي چې د یو غریب کلیوال حق تر پښو لاندې شي.
زموږ د بحثونو نچوړ یوازې په دوه ټکو کې داسې را ایستلی شو چې حکومت اطرافي سیمې د حکومتولۍ له خدماتو هېرې کړې دي، هیڅ مسلکي او د سیمه ییزو خلکو په مزاج پوه چارواکی، ولسوال، قومندان او مامور یې نه دی ور استولی، بلکې په اطرافي او قبایلي سیمو کې خلک فکر کوي چې حکومتي مسوولین یوازې د دوی د جیب د لوټ کولو او یو بل سره په جنګ اچولو باندې پوهېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA