ads

ولسي جرګې د ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وکړ

ولسي جرګه وايي، حكومت له قانون سره سم د ټاكنو په ترسره كولو كې پاتې راغلى، خو په وينا يې رڼې او عادلانه ټاكنې د خلكو حق دى، چې بايد ترسره شي.

نویسنده: sarwan
24 چنګاښ 1396
ولسي جرګې د ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وکړ

ولسي جرګه وايي، حكومت له قانون سره سم د ټاكنو په ترسره كولو كې پاتې راغلى، خو په وينا يې رڼې او عادلانه ټاكنې د خلكو حق دى، چې بايد ترسره شي.
يو شمېر وكيلانو نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې غوښتنه وكړه، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون مسوولين بايد دغې جرګې ته ور وغوښتل شي، ترڅو د راتلونكو ټاكنو لپاره د چمتووالي او روڼتيا په اړه د جرګې د غړو اندېښنو ته ځواب ووايي.
د ټاكنو په اړه د ولسي جرګې د يو شمېر غړو د اندېښنو له اورېدو وروسته د يادې جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي وويل، حكومت تراوسه د قانوني ټاكنو په ترسره كولو كې پاتې راغلى، خو نوموړى وايي، چې دوى به د ټاكنو خپلواك كمېسيون چارواكي خپلې استجوابيه غونډې ته را وغواړي، ترڅو د رڼو ټاكنو او د ټاكنو د بوديجې، امنيت او تخنيكي چارو په تړاو د جرګې د غړو پوښتنې ځواب كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د راتلونكي ۱۳۹۷ لمريز كال د چنګاښ مياشتې ۱۶مه نېټه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو ورځ اعلان كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA