امنيتي ځواكونو په ننګرهار ولايت كې ۱۴ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د پچيراګام ولسوالۍ په مرخڼۍ سيمه کې د ګډو کورنيو ځواکونو له لوري د تېرو ۲۴ ساعتونو په مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، په وژل شوو کسانو کې ازبکستاني او پاکستاني اتباع هم شامل دي.
سرچينه زياتوي، چې په ترسره شوو بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.