د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډله سينګاپور ته لاړه.
د افغانستان كركټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغان نولس کلنو ملي لوبډله به په سينګاپور کې د نولس کلنو نړيوال جام ته د غوراوي پړاو سياليو کې برخه واخلي.
د سرچينې په وينا، په دغو سياليو کې د سينګاپور، ماليزيا، افغانستان او نيپال نولس کلنې لوبډلې لوبېږي.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د راتلونكې دوشنبې په ورځ د ماليزيا په وړاندې ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ