ads

حليم فدايي: د ورزش له لارې هېواد کې له ناامنۍ او نشه يي توكو سره مبارزه شونې ده

د لوګر والي محمد حليم فدايي وايي، د ورزش له لارې د هېواد له دوو لويو ستونزو ناامنۍ او نشه يي توكو سره مبارزه شونې ده.
نوموړي تېره ورځ په پل علم كې د ورزشي جمنازيوم پرانيستغونډې ته د وينا په مهال وويل، ورزش انسان قوي او عقل يې سالم کوي، انسان مثبت فکر کولاى شي او کله چې ځوانان مثبت فکر پيدا کړي، د دښمن نه قرباني کېږي.

نویسنده: sarwan
24 چنګاښ 1396

د فدايي په خبره، اوس مهال په لوګر کې ۳۰ ورزشي فدراسيونونه او ۸۰۰۰ ورزشکاران موجود دي.
هغه زياته كړه، كه ياد شمېر ورزشکاران سره يو ځای او د نشه يي توکو او ناامنۍ په ضد منسجم شي، كولاى شي په لوګر کې هم سپورټ ته پرمختګ ورکړي او هم به هېواد پرمختګ وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د لوبو ياد ستر جمنازيوم د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې پر يو نيم جريب ځمكه د ۴۵ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
دغه جمنازيوم، چې په عصري او اساسي توګه په دوو كلونو كې جوړ شوى، د ۵۰۰ نندارچيانو ظرفيت لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA