ads

بهرنیو ځواکونو په کندوز کې پر ښوونځي هوايي بريد کړی

نن سهار ۴ بجې شاوخوا د کندوز په ښار کې بهرنیو ځواکونو پر یوه ښوونځي هوایي بريد کړی دی.
د خواجه مشهد د لېسې مدیر حشمت الله صدیقي وایي، چې په ښوونځي کې زده کوونکي نه وو، خو د بريد له کبله ټول ښوونځي په بشپړه توګه له منځه تللی دی او شاوخوا ګاونډیو ته هم سخت مالي زیان اوښتی دی.

نویسنده: sarwan
24 چنګاښ 1396

د خواجه مشهد د لېسې استادان په بهرنیو ځواکونو باندې نیوکه کوي او وایي، چې په بمباریو کې باید د ښوونځیو، کورونو او د دښمن د سنګرونو تر منځ فرق وشي او له مرکزي دولت څخه په کلکه غواړي چې باید د داسې کړنو مخه ونیول شي.
خو بل لورته د کندوز ولایت د والي ویاند سید محمود دانش وایي، چې په کوردیناتو کې تېروتنه شوې وه.
که څه هم د بهرنیو ځواکونو لخوا په ودونو، د عامو وګړو پر کورونو هوايي بريدونه لومړی ځل نه دی بلکې له دې څخه وړاندې هم د کندوز په بوز کندهاري سیمه کې هم بهرنیو ځواکونو د عامو وګړو پر کورونو بمباري کړې وه، چې لسګونه تنه ماشومان او ملکي وګړي یې ټپیان او ووژل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA