په بلخ ولايت کې د بلخ ولسوالۍ د ايلقچي ښوونځي سر ښوونكى او د دغه کلي قريه دار دواړه په مرموز ډول وژل شوي دي.
د بلخ امنيتي چارواکي وژل شوي کسان ولسي پاڅون کوونکي بولي، خو د سيمې اوسېدونکي يې د ايلقچي ښوونځي سر ښوونكى او د دغه کلي قريه دار په ګوته کوي.
د بلخ ولسوالۍ د ايلقچي کلي اوسېدونکي برهان الدين کليد ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوه او په ترڅ کې يې ياد كسان په بې رحمانه ډول ووژل شول.
د بلخ امنيتي چارواکي هم د پېښې پخلى کوي، خو وايي، وژل شوي کسان ولسي پاڅون کوونکي وو، چې د ايلقچي ښوونځي د امنيت لپاره توظيف شوي وو.
د بلخ د پوليسو وياند شېرجان دراني په دې اړه کليد ته داسې وويل.
په ورته وخت کې ځايي سرچينې بيا وايي، چې په بلخ ولسوالۍ کې غير مسوول وسله وال ډېر تر سترګو کېږي او په دې څوک نه پوهېږي، چې دا وسله وال په چا پورې تړاو لري.