ads

بادغیس کې وسله والو طالبانو د ملي اردو ۸ سرتېري تښتولي

د بادغیس چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو په یاد ولایت کې د ملي اردو اته سرتېري تښتولي دي.
د بادغیس ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند کلید ته وویل، چی تېره شپه د طالبانو یوه سيمه ییز قومندان د ملي اردو ځينو سرتېرو سره په همغږۍ په اب کمري ولسوالۍ کې د ملي اردو يوې پوستې ته ورغلی او اته سرتېري يې نا معلوم ځای ته وړي دي.

نویسنده: sarwan
24 چنګاښ 1396

د بهاند په وینا، طالبانو هغه ټولې وسلې او مهمات چې په یاده پوسته کې وو، هم له ځان سره وړي دي.
د بادغیس د والي ویاند وایي، د اتو تښتول شويو سرتېرو د برخليک په اړه مالومات نه لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA