د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې پر يو نيم جريب ځمكه د ۴۵ ميليونه افغانيو په لګښت د لوبو ستر جمنازيوم جوړ شو.
د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه جمنازيوم د جوړولو كار دوه كاله وخت ونيوه او تېره ورځ پاى ته ورسېد.
د سرچينې په وينا، دا لوبغالى به راتلونکې اونۍ رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د لوګر د والي محمد حليم فدايي په خبره، ياد جمنازيوم، چې په عصري او اساسي توګه جوړ شوى، د ۵۰۰ نندارچيانو ظرفيت لري.