ads

هلمنديانو د برېښنا د لوړې بيې په ضد احتجاج وکړ

د هلمند ولايت مركز لښکرګاه کې نن سلګونو کسانو د برېښنا د لوړې بيې په ضد احتجاج وکړ او له برېښنا شرکت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د کجکي د برېښنا بيه دې كمه كړي.

نویسنده: sarwan
22 چنګاښ 1396
هلمنديانو د برېښنا د لوړې بيې په ضد احتجاج وکړ

د هلمند ولايت مركز لښکرګاه کې نن سلګونو کسانو د برېښنا د لوړې بيې په ضد احتجاج وکړ او له برېښنا شرکت څخه يې غوښتنه وکړه، چې د کجکي د برېښنا بيه دې كمه كړي.
دغه احتجاجي غونډه د هلمند د مدني ټولنو د همغږۍ په مرکز کې جوړه شوې وه، چې په كې د لښکرګاه ښاريانو ترڅنګ، مدني فعالانو او د ښار دوكاندارانو هم برخه اخيستې وه.
دوى ويل، چې د هلمند برېښنا وارداتي نه ده، نو ځكه يې بايد بيه ټيټه شي.
قومي مشر احمد جان وويل، حکومت د هغو سيمو او ولسواليو د برېښنا عوايد نه شي راټولولى، چې د وسله والو تر ولکې لاندې دي، نو ځکه يې د ښار د اوسېدونکو لپاره د برېښنا بيه لوړه كړې ده.
د هلمند د برېښنا رئيس نصرالله قانع هم په دې اړه د ښاريانو شكايت مني، خو زياتوي، ډېر ژر به په دې اړه، چې څنګه او څومره د برېښنا بيه ټيټه كړي، هڅې وکړي.
په داسې حال کې د برېښنا له لوړې بيې د خلکو شکايتونه را پورته کېږي، چې دمګړۍ د کجکي د برېښنا فابريکې د درېيم توربين د نصبولو چارې ۹۰ فيصده بشپړې شوې دي.
بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې د کجکي د برېښنا يو كيلو واټ له دوو تر څلور افغانيو پورې و، خو اوس مهال د يو کيلو واټ برېښنا بيه تر ۲۵ افغانيو پورې لوړه شوې، چې ډېرى ښاريان او غريب خلک يې د اخيستلو توان نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA