د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ په تورې بوړې سيمه کې د نښتې او توپچي بريدونو له كبله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د پچيراګام ولسوالۍ د تورې بوړې په الف خېلو او مرخاڼۍ سيمو کې د نښتې او توپچي بريدونو له كبله ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي، چې ډېرى يې پاکستاني وګړي دي.
سرچينه زياتوي، په دغو بريدونو او نښته کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.