د کندهار چارواکي وايي، په خاکرېز ولسوالۍ کۍ دوه ماين اېښودونکي د خپل ماين د چاودنې له کبله وژل شوي دي.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا درانی وايي، په خاکرېز ولسوالۍ کې دوه وسله وال د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
د دراني په وينا، دوو وسله والو غوښتل، چې د خاکرېز ولسوالۍ د سلامۍ په سيمه کې يو ماين ځای پر ځای کړي، چې خپل ماين ورباندې چاودنه کړې او دواړه وژل شوي دي.
درانی زياتوي، څلور نور وسله وال بيا چې ددغه دوو ماين ښخوونکو څار يې کاوه د افغان امنيتي ځواکونو په بريد کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دولت ددغه ادعا په اړه څه نه دي ويلي.