ads

ننګرهار کې د ماشومانو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي دوه ورځنی وركشاپ پيل شوی

په ننګرهار ولايت کې د ماشومانو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي د پيل شوي دوه ورځني ورکشاپ نن دوهمه او وروستۍ ورځ ده.

نویسنده: sarwan
21 چنګاښ 1396
ننګرهار کې د ماشومانو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي دوه ورځنی وركشاپ پيل شوی

په ننګرهار ولايت کې د ماشومانو د حقونو په تړاو د عامه پوهاوي د پيل شوي دوه ورځني ورکشاپ نن دوهمه او وروستۍ ورځ ده.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شېرزاد د ورکشاپ د پرانيستې په مهال وويل، په دغه ورکشاپ کې د مرکز او پنځو ولسواليو د شپېتو مېرمنو په ګډون يوسل او شل تنه رضاکاران ګډون لري، چې د دوه ورځو په موده کې به د ماشوم د حقونو په اړه پر بېلابېلو تخنيکي او مسلکي معيارونو کار وکړي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د شېرزاد له قوله راغلي، د ماشومانو د حقونو خونديتوب د ټولنې د هر فرد مسوليت دی، بايد په عمل کې ثابته کړي او د دې مهمې پروسې د تطبيق لپاره مبارزه وکړي.
د نوموړي په وينا، د ماشومانو سالمه رزونه او د دوى په وړاندې د پرتو ستونزو حل د راتلونکي لپاره د خوښيو زېری ورکوي او د ټولنې مخور نارينه او ښځينه شخصيتونه بايد په دغه برخه کې خپل مسووليت درک کړي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رئيس د ورکشاپ له ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې له وخت څخه ګټه واخلي او په ورکشاپ کې زده کړي موضوعات د کار په ساحه کې په رښتينې توګه پلي کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA