ads

ښکلا د ژوند که ژوند د ښکلا لپاره؟

پلاستيك جراحي یا د ښکلا لپاره جراحي اوس مهال د افغانستان په لويو ښارونو په ځانګړي ډول مرکز کابل کې ګڼ مينه وال لري.
تر نارينهوو هم د دې درملنې او ځان ښايسته کولو ډېرې مينه والې نجونې او ښځې دي چې فیصدي يې ۸۸ ته رسېږي. 

نویسنده: sarwan
20 چنګاښ 1396
ښکلا د ژوند که ژوند د ښکلا لپاره؟
Beta Klinik Die Internationale Privatklinik Joseph-Schumpeter-Allee 15 53227 Bonn Telefon: +49 228 90 90 75 - 0 Telefax: +49 228 90 90 75 - 11 E-Mail: info@betaklinik.de

پلاستيك جراحي یا د ښکلا لپاره جراحي اوس مهال د افغانستان په لويو ښارونو په ځانګړي ډول مرکز کابل کې ګڼ مينه وال لري.
تر نارينهوو هم د دې درملنې او ځان ښايسته کولو ډېرې مينه والې نجونې او ښځې دي چې فیصدي يې ۸۸ ته رسېږي.
ډېری وګړي په ځانګړي ډول ځوانان او پېغلې خپل ښایست ته ځانګړی ارزښت ورکوي، د خپلې څېرې د ښکلې ساتلو لپاره پیسې لګوي او خواري کوي.د وروځو جګول، د پوزې جګول او نري کول، د شونډو پلنول، د پوستکي رڼول، د بڼو او وېښتانو کرل او لسګونه داسې نورې کړنې د ښکلا لپاره ترسره کېږي. خو ډېر ځله چې دا ډول جراحي په غيرمعياري توګه ترسره كېږي، زياتې روغتيايي ستونزې هم رامنځته كوي.
د رسمي جواز نه درلودلکه څه هم په كابل ښار كې درېيو يا څلورو كلينيكونو يوازې د جلدي او ښكلا په نوم د فعاليت جواز ترلاسه كړی، خو دغه روغتيايي مرکزونه د ښکلا لپاره پلاستيکي جراحي هم ترسره کوي. له دې پرته بل هېڅ روغتيايي مرکز د پلاستيک جراحي په نوم جواز نه لري.د عامې روغتــيا وزارت د خصوصـــي سكـــتور روغتيايي مركزونو د مقررې پر بنسټ اوس مهال په كابل ښار كې د پلاستيك جراحۍ په برخه كې يوازينی روغتون د همكار لس بستريزه روغتون دی.خو د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د عملي كولو رياست وايي، دا روغتون هم د پلاستيكي جراحۍ په نوم نه بلكې د ښكلا او جلدي روغتون په نوم جواز لري، مګر دا چې په ياد روغتون كې د پلاستيكي جراحۍ متخصص شته، نو د پــلاستــيـكي جراحۍ د ترسره كولو اجازه لري.   د عامې روغتيا وزارت د خصوصي سكتور د همغږۍ رييس ډاكټر بشيراحمد ساكايي وايي، يو شمېر هغه كلينيكونه چې د پلاستيكي جراحۍ په برخه كې كار كوي، د جلدي كلينيكونو په نوم يې جواز ترلاسه كړی، خو دا چې پلاستيك جراحي ترسره كوي، دا د قانون په خلاف كار دی. له بل لوري دا هم ويل كېږي چې ځينې روغتونونه او كلينيكونه چې د يو شمېر وكيلانو او زورواكو له خوا رامنځته شوي، په زور او غیرقانوني ډول خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د هغوی د كارونو څارل او قانون پرې پلی كول ډېر ستونزمن او ناشونی كار دی.
هېواد کې د پلاستيک جراحي پیلکه څه هم په دقیق ډول څرګنده نه ده چې د پلاستيک جراحي څه وخت افغانستان کې دود شوه او خلکو ورته مخه کړه، خو د ښكلا او پلاستيك جراحۍ متخصص او د جلدي او ښكلا د روغتون رييس ډاكټر زلمی احمدزی ادعا كوي چې دې برخې د لومړي ځل لپاره د نوموړي له لوري د ۲۰۰۵ كال راهيسې فعالیت پیل کړی دی.نوموړی وايي اوس مهال په خپل روغتون کې په همدې نوم د مخ او پوستكي د ښكلا، جلدي ناروغيو، پلاستيك جراحۍ او ليزر په وسيله د ښكلا او د پوستكي د سرطانونو درملنه ترسره كوي. ډاكټر احمدزی وايي، افغانستان كې د لومړي ځل لپاره دا خدمتونه د ده په وسيله عملي شوي او ښې پايلې يې هم لرلې دي: ((پخوا تر دې به د دې درملنو لپاره افغانان هند او پاكستان ته تلل، خو اوس بهرني ډاكټران په دې برخه كې د عملي زده كړو د ترلاسه كولو لپاره زموږ هېواد ته راځي.)) خو چارواكي بيا وايي، د همكار په نوم، د پـــلاستيــكي جــراحـــۍ ۲۰ بستريــز خصوصي روغتون د پلاستيك جراحۍ په برخه كې په هېواد كې لومړنی روغتون دی چې له ۱۴ كلونو راهيسې په كابل کې فعاليت لري او د ډاكټرانو په وينا د ښكلا لپاره د پلاستيكي جراحۍ تر ټولو سخت عمليات په دې روغتون كې ترسره شوي دي. د دې روغتون رييس ډاكټر امين الله همكار وايي: ((د دې روغتون له جوړېدو تر ننه يوازې هغه ناروغان چې د پوستكي سخت سرطانونه لري او تر عمليات وروسته راديو تراپۍ يا شعاع وركولو ته اړتيا لري، نورو هېوادونو ته لېږدوو.))د همکار په وینا، دوی د راديو تراپۍ برخه نه لري او د دې كار لپاره د نړۍ د هستوي سازمان اجازې ته اړتيا ده: ((دا كار هومره ستونزمن نه دی او بايد تر دې وړاندې دغه کار ترسره شوی وای، افغانستان ته په تېرو کلونو کې ډېرې پیسې راغلې، خو چارواکو بې غوري وکړه او دغه برخه فعاله نه شوه.))
د ښکلا لګښتد پلاستيك جراحۍ ډاکټران وايي، د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د پلاستيك جراحي په ډېره كمه بيه ترسره كېږي، د پوزې د جګولو او نرۍ كولو لپاره له ۶۰۰ تر ۱۲۰۰ ډالره او د وروځو د جګولو لپاره له ۳۰۰ تر ۴۰۰ ډالرو ته اړتيا ده او ښايي همدې كمې بيې، پلاستيك جراحۍ ته د يو شمېر افغانانو لېوالتيا ډېره کړې وي. د پلاستيك جراحۍ متخصص ډاكټر امين همكار وايي، په نورو هېوادونو كې د پلاستيك جراحۍ لپاره يوازې د معايناتو بيه هومره لوړه ده چې په پيسو يې زموږ په هېواد كې پخپله پلاستيك جراحي ترسره كېږي.خو د ښكلا لپاره ځينې عمليات بيا په ډېره لوړه بيه ترســره كـــېږي. د جــلدي او ښكلا متــخـصص ډاكټــر زلــمی احمدزی وايـــي، د بوټاكس (د شونډو پلنول او د مخ د ګونځو له منځه وړل) يوه پيچكاري شاوخوا څلور سوه ډالره ارزښت لري: ((د بوټاكس لپاره په مخ كې له ۱۴ تر ۲۰ پيچكارۍ كېږي، موږ يې خپله واردوو يا يې زموږ مراجعين له دوبۍ، لندن او نورو هېوادونو راوړي او موږ یې ورته تطبيقوو.))كه يو شمېر ځوانې نجونې د ښكلا او په ژوند كې له ښه موقعيت او موقف د برخمن كېدو لپاره پلاستيكي جراحۍ ته مخه كوي، خو ځينې وختونه بيا د څېرې كوچني عيبونه د كورني ژوند د لمنځه تلو او تاوتريخوالي د رامنځته كېدو سبب هم ګرځېدلی شي.مدينه (مستعار نوم) چې د كابل ښار په يوه شخصي كلينيك كې يې د پلاستيكي جراحۍ په وسيله خپله پوزه جګه او نرۍ كړې وايي، له واده يې يو كال تېرېدو، خو د همدې يو كال په موده كې به يې خسرګنۍ تل په يو نه يو ډول د هغې پوزې ته چې اوږده وه ګوته نيوله او په غير مستقيمه توګه به يې هغه ازاروله، ان دا چې مېړه به هم ورسره بده رويه كوله او ترې زړه توری شو: ((له داسې ژوند نه ډېره په تنګ شوې وم، ځكه نو څه موده د خپلې پلارګنۍ كره لاړم او په يوه شخصي كلينيك كې مې پوزه عمليات كړه خاوند چې مې خبر شو، بېرته يې زه خپل کور ته يووړم.))
غیر معیاری خدمتونهکه څه هم اوس مهال هم د ښكلا او پلاستيكي جراحۍ د كلينــيكــونـــو اعلانونو زيات خلك جذب کړي، خو يو شمېر هغه كسان چې په ځينې شخصي كلينيكونو كې یې د ښكلا او پلاستيكي جراحۍ وروسته څه ګټه نه ده ليدلې، د دې كلينيكونو له غيرمعياري خدمتونو شكايت لري.۱۷كلنه سحر چې د كابل ښار د پلاستيكي جراحۍ يوه خصوصي كلينيك ته يې مراجعه كړې وايي، په مخ باندې يې زيات خالونه او زخې وې او څو ځلې يې د ښكلا او جلدي كلينيكونو ته په مراجعې سره په زياتو پيسو ليزري درملنه كړې، خو هېڅ كومه نتيجه يې نه درلوده: ((د لنډې مودې لپاره به مې د مخ خالونه ورك شول، خو دايمي نتيجه يې نه درلوده.))اخوا د كابل په ميوند روغتون كې د ښكلا او پـــلاستــيكــي جراحۍ د برخې پروفيسور ډاكټرامين الله همكار هم د پلاستيكي جراحۍ په برخه كې د ځينې ډاكټرانو غيرمعياري كارونه يوه لويه ستونزه بولي او وايي، په هېواد كې د پلاستيكي جراحۍ په دودېدو او د اړوندو چارواکو د بې غورۍ په خاطر غير مسلكي ډاكټرانو د پلاستيكي جراحۍ په نوم کلنيکونه پرانيستي او غير تخصصي عمليات ترسره كوي چې وروسته بيا زياتې روغتيايي ستونزې رامنځته كوي. د معلوماتو له مخې هېڅ كومه مرجع له هغوی په دې اړه نه پوښتي.ډاكټر همكار چې د پلاستيكي جراحۍ د ډاكټرانو د ټولنې رييس هم دی وايي، د دې ټولنې له خوا يې په څو ځلې د عامې روغتيا وزارت ته مكتوب استولی او د هغوی د همكارۍ غوښتنه يې كړې، خو مشخص ځواب يې نه دی ترلاسه كړی: ((خلك له دواړو خواوو زيانمن كېږي له يوې خوا يې پيسې له لاسه ځي او له بلې خوا خپله روغتيا له لاسه وركوي، ځكه نن ورځ ډېر داسې ډاكټران د پلاستيكي جراحۍ په برخه كې كار كوي چې ان يو ځلې يې هم په دې برخه كې زده كړې نه دي كړې.))
روغتيايي ستونزېد كابل ښار اوسېدونكې ۱۹ كلنه مريم وايي، په تندي يې داسې خطونه وو چې عمر به يې ډېر زيات ښوده، ځكه په يوه شخصي كلينيك كې يې د بوتاكس ((د پيچكاريو په وسيله د ښكلا عمل)) ترسره کړ، خو د نوموړې په خبره، نورې ستونزې ورته پيدا شوې، يوه وروځه يې ښكته او بله پورته شوه.په همدې حال كې د پلاستيكي جراحۍ د ډاكټرانو د ټولنې رييس ډاكټر امين همكار هم د غير مسلكي ډاكټرانو له خوا د پلاستيكي جراحۍ په نتيجه كې د روغتيايي ستونزو رامنځته كېدل مني: ((يو شمېر هغه ډاكټران چې پخپله جراح نه دي، خو پلاستيكي جراحۍ ترسره كوي، بيا زياتې روغتيايي ستونزې رامنځته كوي، په دې اړه اسناد، شواهد او عكسونه هم لرو، خو داسې مسووله مرجع نه لرو چې دا اسناد ورته وړاندې كړو او هغوی دې عملي اقدام وكړي.)) نـوموړی زيـــاتـــوي: ((زموږ په هېواد کې مسلكي ټولنې اقتدار او اعتبار نه لري، ځكه د پلاستيكي جراحۍ ډاكټرانو د ټولنې په موجوديت كې د ښكلا لپاره پلاستيكي جراحۍ په برخه كې ډېر غير معياري كارونه ترسره كېږي.))همکار وايي: ((په تېرو كلونو كې چې په كوم روغتون كې د پلاستيكي جراحۍ برخه پرانيستل كېدله، نو د عامې روغتيا وزارت به د دوی تر نظر لاندې دا كار كاوه، خو په دې وروستيو كلونو كې هر څوك په خپل سر دا كار كوي ځكه هر يو قوي ملاتړ كوونكي لري، داسې ډاكټران شته چې دننه په هېواد كې يې تخصصي برخه معلومه نه ده، خو په لوحو كې يې له بهرنيو هېوادونو نه د تخصص اخيستل ليكل شوي.))
ناوړه اغېزېډېر ځله دا شكايتونه اورېدل كېږي او يا هم هغه زيانمن شوي ناروغان نورو روغتونونو ته مراجعه كوي چې د ښكلا په عمل كې د ناسمو يا بې كيفيته درملو د كارولو په خاطر ورته روغتيايي ستونزې پيدا شوې. دا چې د دې ډول درملنې لپاره درمل له كومو هېوادونو او د كومې ادارې تر نظر لاندې راوړل كېږي ډاكټر زلمی احمدزی يې په اړه وايي: ((‎‎‎‎يو خو هغه درمل دي چې د شركتونو له لوري واردېږي او بل بيا هغه دواګانې دي چې بيې يې لوړې دي او شركتونه يې نه شي واردولی لكه د بوټاكس پيچكارۍ.)) د نوموړي په وینا، د نړۍ په كچه دوه درې كمپنۍ دي چې د بوټاكس مواد جوړوي: ((ستونزه په موادو نه پيدا كېږي، بلكې د بوټاكس د پيچكارۍ زرق ډېر مهم دی، ځكه بوټاكس په مخ كې له ۱۴ تر ۲۰ پيچكارۍ كېږي او بايد د هرې پيچكارۍ د درملو اندازه ټاكلې وي. هغه ډاكټران چې په دې برخه كې لازمه پوهه ونه لري، کار يې ستونزې رامنځته کولای شي.))له بل لوري ډاكټر امين همكار وايي، كومې ستـــونــزې چــې د غير تخــصــصي پـــلاستيكي جراحۍ په نتيجه كې رامنځته كېږي، بېرته رغول يې ډېر ستونزمن وي، ځكه په پلاستيكي جراحۍ كې د بدن د يو غړي ضروري انساج پرې كېږي، خو كه چېرې پلاستكي جراحۍ د يو ځل لپاره په معياري ډول ترسره شي ډېره ښه نتيجه به ولري.
په روغتونونو د څار نشتپه داسې حال كې چې يو شمېر هېوادوال د ښكلا او پلاستيك جراحۍ په برخه كې د اړوندو بنسټونو له خوا د نظارت له نشت او غير معياري کارونو شكايت لري، خو د عامې روغتيا وزارت د نظارت او ارزيابي د برخې مشر ډاكټر مهرالدين شمس وايي: ((د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو او كلينيكونو د څارنې په برخه كې ډېر جديت لري او د معيارونو د درلودلو پرته روغتون ته د فعاليت اجازه نه وركوي.))نوموړی همداراز وايي، چې له دوو كالو راپدېخوا د عامې روغتيا وزارت له ټولو ديپارتمنتونو څخه پنځه كمېټې ټاكلې چې د ياد وزارت د يوه مرستيال تر نظر لاندې د خصوصي سكتور له تاسيساتو څخه ارزونه كوي. هر هغه روغتون يا كلينيك چې له قانون څخه سرغړونه كړي، نو د روغتيايي قوانينو د بررسي رياست ته يې ورپېژني چې قانوني چلند ورسره وشي، خو د نوموړي په خبره په مستقيم ډول تر دې مهاله د دوی رياست ته چا شكايت نه دی كړی.   له بل لوري د پــلاسيــتــكي جـــراحۍ ځــينې ډاكټران ادعا كوي، ډېری هغه كسان چې له دوی سره يې د نرسانو په صفت كار كړی اوس یې كلينيكونه جوړ كړي او ادعا لري چې  د جراحۍ او ليزر په وسيله په درملنه پوهېږي، خو وروسته يې بيا ناروغانو ته ستونزې جوړې کړې دي.خو د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي قوانينو د عملي كولو رياست بيا دا خبره بې ځايه ادعا او د روغتيايي قوانينو خلاف بولي. د دې ادارې رييس ابراهيم كامل وايي، هر هغه څوك چې له دې ستونزې نه زيانمن شوی وي، نو زموږ ادارې ته دې مراجعه وكړي، تر څو يې په تړاو پلټنې وشي.نوموړی وايي، د دې رياست د ارزونو په ترڅ كې يې د پلاستيكي جراحۍ يو روغتون د څه مودې لپاره تړلی چې د پلاستيكي جراحۍ متخصص يې درلود خو ټكنالوژي يې زړه وه او ناروغانو ته به يې ستونزې جوړولې.
پلاستيك جراحي د طبي ستونزو لپارهپلاستيک جــراحـــي يوازې د ښایست لپاره نه ترسره کېږي، بلکې په يو شمېر دولتي روغتونونو كې دا ډول عمليات د هغو كسانو لپاره ترسره كېږي چې سوځېدلي وي، د کالدانې چاپونه لري، جلدي ناروغۍ لري او يا هم له ماشومتوب ځينې جلدي ستونزې ولري.د ميوند روغتون په هېواد كې يوازينی دولتي روغــتـــون دی چــې لـــه ۲۰ کلــونـــو راهيسې پلاستيك جراحي په وړيا ډول سرته رسوي. په دې روغــتــون كې ډېـــری د سوځــېدنې د ټپونو، د پوستكي د سرطانونو، كالدانې او د هغه ماشومانو چې له يوې طبي ستونزې سره زېږېدلي وي، درملنه کېږي.په ميوند روغتون كې په اوونۍ كې شاوخوا ۲۰ د پلاستيكي جراحۍ عمليات ترسره كېږي .د كابل په ميوند روغتون كې د ښكلا او پلاستيك جراحۍ د برخې پروفيسور ډاكټر امين الله همكار له مرسل اوونيزې سره په خبرو كې وويل، ډېری هغه كسان چې طبي ستونزې لري، په دې روغتون كې تر درملنې لاندې وي.د استقلال روغتون يوه برخه هم چې د سوځېدنې پېښو ناروغان ورته مراجعه كوي، د پلاستيك جراحۍ يوه برخه لري او ميوند روغتون ته ورته خدمتونه سرته رسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA