ads

پټ تاوتريخوالی

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی ډېر ډولونه لري، خو ځينو هغو ته يې ځکه ډېر انعکاس نه دی ورکړل شوی چې یا یې د شکایتونو کچه ټيټه ده او یا خو هم اړوندو دولتي او غیر دولتي ادارو په لوی لاس پرې سترګې پټې کړې دي. دا هغه تاوتریخوالي دي چې ښځې يې په شدید ډول په رواني تکليفونو اخته کړې دي. د یاد تاوتریخوالي شتون د دې ښکارندويي کوي چې لا هم په دې برخه کې زموږ د ولس د یو شمېر وګړو دیني، طبي او ټولنیزه پوهه په ټيټه کچه کې ده.

نویسنده: sarwan
20 چنګاښ 1396
پټ تاوتريخوالی

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی ډېر ډولونه لري، خو ځينو هغو ته يې ځکه ډېر انعکاس نه دی ورکړل شوی چې یا یې د شکایتونو کچه ټيټه ده او یا خو هم اړوندو دولتي او غیر دولتي ادارو په لوی لاس پرې سترګې پټې کړې دي. دا هغه تاوتریخوالي دي چې ښځې يې په شدید ډول په رواني تکليفونو اخته کړې دي. د یاد تاوتریخوالي شتون د دې ښکارندويي کوي چې لا هم په دې برخه کې زموږ د ولس د یو شمېر وګړو دیني، طبي او ټولنیزه پوهه په ټيټه کچه کې ده.
په دغو تاوتریخوالو کې د پلار کور ته د ښځو له تګ مخنیوی، د عمر په ډېرېدو سره يې زده کړو ته نه پرېښول، په کورنیو پرېکړو د نظر حق نه ورکول او د زوی نه راوړل شامل دي.
پخوا تر دې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ترسره کېدو په بېلابېلو بڼو خبرې شوې او غندنه يې شوې.
ددې تاوتريخوالو له کبله ښځې ځان وژنې او ځان سوزونې ته اړې شوې دي.
په تازه رپوټونو کې راغلي دي چې په ارزګان کې یو زیات شمېر مېرمنې شکایت لري چې خاوندان يې په دې خاطر ترټي او بد وضعیت ورسره کوي چې ولې سر په سر لوڼې راوړي او زوی نه راوړي.
ارزګان د افغانستان یو له هغه ناامنه ولایتونو دی چې د مسوولینو په خبره يې څه باندې ۸۰ فیصده خلک نالوستي دي او ۹۰ فیصده مېرمنو ته د کورنیو له ‎خوا اجازه نه ورکول کېږي چې زدهکړې وکړي.
په ارزګان کې مېرمنې وايي چې که لوڼې وزېږوي د وژلو ګواښ ورته کېږي. دا ګواښ په داسې حال کې کېږي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او د اسلام مقدس دین د نارینه او ښځینه اولاد ترمنځ توپیر نه دی کړی. دا د جاهلیت د دورې یو ناوړه عمل و، چې د اسلام دین يې په مخ کې ودرېد. تر اسلام دمخه د جاهلیت په دوره کې چې به نجلۍ وزېږېده، نو هغه ژوندۍ تر خاورو لاندې کېده.
دا هغه ستونزه نه ده چې یوازې په ارزګان کې ښځې ورسره مخ دي، کابو د افغانستان په ټولو سیمو کې د زوی د نه راوړلو له کبله ښځې د خپلو میړونو له خوا له راز راز روحي او فزیکي شنکجو سره مخ دي. ښايي د دې کار یو لوی علت دا وي چې د عصري زده کړو ترڅنګ لا هم د یو زیات شمېر خلکو دیني پوهه ډېره ټيټه وي. د ښځو په وړاندې د داسې يوې کړنې له ترسره کولو هېڅوک له دې حقیقت نه سترګې نه شي پټولی چې موږ په دې مواردو کې د خپل ولس د ديني او عصري پوهې د لوړولو او پوهاوي ورکولو په برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.
په دې برخه کې ښايي د ديني بنسټونو رول ډېر او اغېزمن وي. زموږ ملا امامان باید په جوماتونو کې په دې اړه تبلیغ وکړي او خلک په دې پوه کړي چې د لور او زوی د راوړلو ځواک له خدای (ج) سره دی او که څوک داسې یو عمل ترسره کوي، له اسلامي احکامو سر غړوي.
پر دې سربېره هغه اړوندې مراجع چې په طبي او ټولنیزو برخو کې فعالې دي باید د پوهاوي بېلابېل پروګرامونه جوړ او عملي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA