ads

اروزګان كې له نشه يي توكو سره د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په اروزګان ولايت كې پرون له نشه يي توكو سره د مبارزې نړيواله ورځ ولمانځل شوه.
دا لمانځغونډه په ولايت مقام كې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رياست له لوري جوړه شوې وه.

نویسنده: sarwan
19 چنګاښ 1396
اروزګان كې له نشه يي توكو سره د مبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په اروزګان ولايت كې پرون له نشه يي توكو سره د مبارزې نړيواله ورځ ولمانځل شوه.
دا لمانځغونډه په ولايت مقام كې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رياست له لوري جوړه شوې وه.
په غونډه کې د اروزګان له نشه يي توكو سره د مبارزې رئيس محمد ظاهر سالاري وويل، په هېواد کې شاوخوا درې ميليونه کسان په نشه يي توکو روږدي دي، چې هر يو يې د ورځې يو امريکايي ډالر مصرفوي.
د هغه په وينا، په اروزګان كې له ۱۲ زرو تر ۱۵ زرو كسان نشه يي توكي كاروي.
سالاري له خلكو وغوښتل، چې د دغه ناوړه بوټي له كرلو لاس واخليش.
د اروزګان د امنيه قوماندانۍ اداري مرستيال شفيق الله طاهري بيا وايي، چې تر هر څه مهم امنيت دى او که امنيت نه وي، نو د نشه يي توکو مخنيوی ستونزمن دی.
سږ کال د اروزګان ولايتي چارواکو ويلي وو، چې ۸۰۰ هکټاره ځمکه به له کوکنارو پاکه کړي، خو د ولايتي شورا د غړو په خبره، سل جريبه هم نه دي اړول شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA