لښکرګاه ښاروالۍ د خپلو پراختيايي فعاليتونو په دوام د ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيمه کې د شاوخوا دوه کيلو مټره سړک د پخولو چارې پيل کړې.
د ياد سړک د پخولو چارې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې.
د لښکرګاه ښاروال مطيع الله بهير د پروژې د پيل په مهال وويل، دغه سړک، چې بر يې لس متره دی، د هېواد د وسله والو ځواکونو په نوم نومول شوی او د مرکز له لوري ښاروالۍ ته د ورکړل شوې تشويقې بوديجې په لګښت په پاخه او اساسي توګه جوړېږي.
بهير زياته کړه، د سړک پخولو له چارو به د ښاروالۍ د تخنيکي ټيمونو له لوري منظمه څارنه ترسره کېږي، ترڅو په کيفيت او ټاکل شوي معيار برابر ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زياته كړه، چې د دې سړک شاوخوا ګلدانونه هم د ښاروالۍ په پراختيايي بوديجې سره په ښه معيار او عصري ډيزاين جوړېږي.
ياد سړک شاوخوا يوه مياشت کې ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي، چې په جوړېدو سره به يې نږدې ۸ زره کورنيو ته اسانتيا برابره او ګټه به ترې واخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ