ads

د افغانستان ۱۵ كلنو فوټبال لوبډلې د مركزي اسيا هېوادونو د سياليو اتلولي وګټله

د افغانستان د ۱۵ كلنو فوټبال لوبډلې د مركزي اسيا هېوادونو د سياليو اتلولي خپله كړه.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396
د افغانستان ۱۵ كلنو فوټبال لوبډلې د مركزي اسيا هېوادونو د سياليو اتلولي وګټله

د افغانستان د ۱۵ كلنو فوټبال لوبډلې د مركزي اسيا هېوادونو د سياليو اتلولي خپله كړه.
افغان لوبډلې په دې سياليو كې د درېيو لوبو په گټلو او يوې بايللو سره ۹ نومرې وګټلې او د مركزي اسيا هېوادونو د فوټبال لومړنى كپ يې ترلاسه كړ.
افغان زلميانو په دغو سياليو كې تاجكستان، ازبكستان او قرغزستان ته ماتې وركړې او يوازې د تركمنستان په وړاندې له ناكامۍ سره مخ شول.
ازبكستان دوهم مقام خپل كړ او ورپسې تركمنستان، قرغزستان او تاجكستان په ترتيب په جدول كې راغلل.
دا د مركزي اسيا په كچه د افغانستان د فوټبال لومړنۍ اتلولي ده.
تر دې وړاندې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۳ كال كې د جنوبي اسيا په كچه اتلولي ترلاسه كړې وه.
د افغانستان ۱۵ كلنو زلميانو له څلورو كلونو وروسته خپل هېواد ته د فوټبال په برخه كې كپ وګاټه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA