ads

اروزګان کې د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو

په اروزګان ولايت کې تېره ورځ د ولسي تړون ملي پروګرام پيل شو.
د اروزګان والي محمد نذير خروټي خلکو ته د دې پروګرام په اړه د پوره شفافيت ډاډ ورکړ او له هغوى يې وغوښتل، چې د دغه ملي پروګرام ملاتړ او پوره همکاري ورسره وکړي، ترڅو کارونه يې په سمه توګه سر ته ورسېږي.

نویسنده: sarwan
18 چنګاښ 1396

نوموړي زياته كړه، ياد پروګرام، چې څه باندې ۴۰۰ شوراګانې لري، د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ او يو شمېر ولسواليو کې پلى کېږي.
خروټي د دې پروګرام له پلي کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د هغو سيمو خلکو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، کوم چې جګړو ځپلي دي.
بلخوا د ولسي تړون ملي پروګرام ولايتي مسوول نياز محمد حقمل وويل، چې د دغه پروګرام هدف خلکو ته روغتيايي، ښوونيز، پرمختيايي او د كرنې او مالدارۍ په برخو کې خدمتونه وړاندې کول او د دې ترڅنګ کاري زمينه برابرول دي.
د يادونې وړه ده، چې دا پروګرام تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې د ملي پيوستون په نوم پلى شوى و، چې خلکو ترې سر ټکاوه او ويل يې، چې پراخ فساد په كې موجود دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA