ads

د هسکې مېنې داعش ځپلي: حکومت راسره هېڅ مرسته نه ده ترسره کړې

د هسکې مېنې ولسوالۍ سلګونه هغه کورنۍ چې له نن څخه څو ورځې وړاندې ورته د حکومت له لوري د عملیاتو د پیل په نوم له خپلو سیمو د وتلو ویل شوي وایي، چې د شنه اسمان لاندې پراته دي خو تر اوسه ورسره هېچا مرسته نه ده کړې.

نویسنده: sarwan
17 چنګاښ 1396
د هسکې مېنې داعش ځپلي: حکومت راسره هېڅ مرسته نه ده ترسره کړې

د هسکې مېنې ولسوالۍ سلګونه هغه کورنۍ چې له نن څخه څو ورځې وړاندې ورته د حکومت له لوري د عملیاتو د پیل په نوم له خپلو سیمو د وتلو ویل شوي وایي، چې د شنه اسمان لاندې پراته دي خو تر اوسه ورسره هېچا مرسته نه ده کړې.
دغه راز بې ځایه شوې کورنۍ وایي، ډک کورونه یې پرېيښي خو تر اوسه پورې نه یې په سیمو کې سم عملیات روان دي او نه ورسره د څه شي مرسته ترسره شوې ده.
په همدې حال کې بیا د ځایي چارواکو په خبره، تر اوسه د حکومت د خبرداري له امله شاوخوا څلور سوه کورنۍ رابې ځایه شوې دي، چې د ولسوالۍ مقام سره نږدې سیمو کې یې اړولي او ډېر بد حالت کې ژوند کوي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ دغه شاوخوا څلور سوه کورنۍ له ګورګورۍ، ګاګرې، پاپین، شغال، خرکي، چګڼه، خرکڼۍ، مریزکنډو، لنګرۍ کنډو، کلا او شیخا، شابۍ او اشرف خېلو سیمو بې ځایه شوې دي.
بې ځایه شوې کورنۍ وايي، حکومت ورته د هوا له لارې خبرداری ورکړی و، چې خپل کورونه پرېږدي او ځانونه امن سیمو ته ورسوي، خو په خبره یې تر اوسه ورسره نه مرسته شوې او پیل شوي عملیات هم د تېر په څېر ناکام دي.
دوی زیاتوي، دغه کورنۍ تر ډېره په ښوونځيو، روغتیايي مرکزونو، خوړونو او بېدیاوو کې په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرحیم او محمد: ((مشکلات ډېر دي، مکتبونو او خوړونو کې پراته یو، هېچا مرسته نه ده کړې، مواد چې راشي، نو ولسوالۍ کې ورکېږي. ))
((حکومت تل وايي، عملیات کوو، خلک له سیمو ووځي، بیا دوی قوي عملیات ونه کړي او مواد خو هېچا م نه دي راکړي.))
په ورته وخت کې بیا د یادې ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وایي، چې داعش وسله والې ډلې دغلته لوی مرکزونه جوړ کړي او که یې حکومت پر وړاندې عملیات قوي او جدي نه کړي، نو د هسکې مېنې د سقوط وېره شته.
د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشر ملک افتاب کلید سره په خبرو کې وویل، چې یاده ولسوالۍ له څو لورو داعش وسله والو محاصره کړې او ورځ تربلې د پرمختګ په حال کې دي. (( داعش په نرۍ اوبو، غلام ډاګ او یو شمېر نورو سیمو له هسکې مېنې ولسوالۍ تاو شوي، که پاخه سړک ته راکوز شول، نو ولسوالۍ به محاصره او ټولې لارې به پرې بندې شي، چې د سقوط خطر یې هم شته.))
په همدې حال کې بیا د هسکې مېنې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي د هغه ځایونو نومونه اخلي، چې په کې داعش ډلې پراخ او قوي مرکزونه جوړ کړي او د یادې ډلې یوه ایف ایم راډیو هم پکې له همدغه ځایه نشرات کوي.
د هسکې مېنې ولسوال سازولي شینواري کلید سره په خبرو کې په ولایتي او مرکزي ادارې نیوکه وکړه، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ بې ځایه شویو ته پر وخت مرستې نه ور رسوي، نو ځکه دوی هم ترې نور ناامېده شوي دي.: ((قوي مرکزونه یې ګورګورۍ، قلا او شیخا، اغز او کڅو یې قوي مرکزونه دي. په دې کې د روزنې مرکز، ډيپوګان، راډيو او کافي کسان پکې شته، ټول شاوخوا څلور سوه کورنۍ راکډه شوي. موږ ته چا پوره تمه نه وه راکړې، چې مرستې ورسره کېږي. یو ځل مو د درې سوه کورنیو سره د مرستو امر واخیست؛ خو یوازې ۱۳ کورنیو سره مرستې وشوې.))
خو د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، هسکه مېنه کې یې هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي او تر اوسه په بریالیتوب سره روان دي.
د ننګرهار دوالي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې هسکه مېنه کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه عملیات پیل شوي او د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په پار کډوالو ریاست ته د هغوی د سروې او ورسره د مرستې لارښوونه شوې ده.:(( هسکه مېنه کې عملیات قوي روان دي او د سروې ټیمونه هم لیږل شوي، ترڅو له خلکو سره لازمې مرستې ترسره کړي.))
د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي په داسې حال کې په ولایتي او امنیتي چارواکي نیوکه کوي او له دوی سره د مرستې د نه رسولو له امله شکایت کوي، چې له دې وړاندې هم د ننګرهار له بېلابېلو ولسوالیو ملکي خلک د وسله والو له وېرې او د حکومتي ځواکونو او وسله والو تر منځ د نښتو له امله بې ځایه شوي، چې ګڼ هغه یې له هر ډول مرستو بې برخې پاتې شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA