ads

پېښور او كوټه كې د افغانستان د سياسي نماينده ګيو د تړلو غوښتنه وشوه

د افغان ځوانانو د سياسي او مدني خوځښتونو د همغږۍ كمېټه له افغان حكومت څخه غواړي، چې د پاكستان د وروستيو لاسوهنو په اړه دې خپل دريځ روښانه كړي، په پېښور او كوټه كې دې خپلې سياسي نماينده ګۍ وتړي او د ډيورنډ كرښې هاخوا اوسېدونكو ته دې د پېژندپاټو وركولو حق اعلان كړي.

نویسنده: sarwan
13 چنګاښ 1396

دغو سياسي او مدني خوځښتونو نن په يوه خبري غونډه كې د يوه پرېكړه ليك په خپرولو سره له افغان حكومت څخه يادې غوښتنې وكړې.
دوى پر دې غوښتنو سربېره پر پاكستان غږ وكړ، چې ډيورنډ كرښه افغانانو ته د منلو وړ نه ده او له دغه هېواده غواړي، چې د دغې كرښې په اوږدو كې دې د اغزن تار غځولو، د خندقونو كيندلو، دروازو او پوستو له جوړولو ډډه وكړي او له نړيوالو غواړي، چې په ياده سيمه كې د پاكستان د لاسوهنو مخه ونيسي.
هغوى خبردارى وركړ، چې كه حكومت يې غوښتنې ونه مني، نو په لويه كچه به مدني مبارزه پيل كړي.
په همدې حال كې د دغه خبري غونډې نورو ګډونوالو او د سياسي او مدني خوځښتونو استازو ډيورنډ د افغانانو حيثيت وباله او زياته يې كړه، چې ياده كرښه هېڅ افغان ته د منلو نه ده او په وينا يې په دې اړه هېڅ لاسليك شوى سند هم نشته.
د پوهنتون استاد او د ساپي ځوانانو د شورا مشر محمد وليد وحيدي ساپى وايي، افغان حكومت چې د ډيورنډ كرښې په شاوخوا كې د پاكستان د لاسوهنو پر وړاندې پټه خوله پاتې دى، داسې معلومېږي، چې د پردې ترشا به يې معامله كړې وي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې پر ډيورنډ كرښې د افغان او پاكستاني ځواكونو ترمنځ څو ځله نښتې شوي، چې له كبله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA