د فراه سيمه ییز چارواکي وایي، ۱۱ وسله وال کسان له خپلو سپکو او درنو وسلو سره د یاد ولایت د سولې پروسې سره یو ځای شوي دي.
د فراه د والي ویاند ناصر مهري کیلد ته وویل، چې د یادې ډلې مشري ملا عبدالحمید په غاړه لري او له ۱۱سپکو او درنو وسلو سره د حکومت پر خلاف جګړې ته یې د پای ټکی کېښود.
مهري وایي، یادو وسله والو کسانو د فراه ولایت په بالابوک او پرچمن ولسوالیو کې د حکومت پر ضد جګره کوله.
د فراه سیمه ییز چارواکي له نورو وسله والو ډلو څخه هم غوښتنه کوي، چې د سولې پروسې سره یو ځای شي او د هېواد د بیارغونې لپاره کار وکړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ویلي.