ads

فراه ولايت كې ماين چاودنې ۴ ملکي وګړي وژلي

په فراه ولايت كې د سړک غاړې ماين چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
13 چنګاښ 1396
فراه ولايت كې ماين چاودنې ۴ ملکي وګړي وژلي

په فراه ولايت كې د سړک غاړې ماين چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فراه د والي وياند ناصر مهري کليد ته وويل، چې ياده چاودنه نن سهار د پشترود ولسوالۍ په ګجګين كلي کې پر يو كرولا ډوله موټر شوې ده.
هغه زياته كړه، په دې پېښه كې د يوې حاملې په ګډون درې ښځې او يو سړى وژل شوي او يوه بله ښځه ټپي ده، چې اوس مهال په روغتون كې تر درملنې لاندې ده.
چارواكي دا د وسله والو طالبانو كار بولي، خو هغوى تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA