ads

د جوزجان والي: د داعشيانو له لوري د ښوونځيو سوځول دروغ دي

د جوزجان چارواكي وايي، چې داعشيانو په دغه ولايت کې ښوونځيو ته اور نه دى ورته کړى او په دې تړاو وروستي راپورونه بې بنسټه دي.

نویسنده: sarwan
13 چنګاښ 1396
د جوزجان والي: د داعشيانو له لوري د ښوونځيو سوځول دروغ دي

د جوزجان چارواكي وايي، چې داعشيانو په دغه ولايت کې ښوونځيو ته اور نه دى ورته کړى او په دې تړاو وروستي راپورونه بې بنسټه دي.
د جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي نن کليد سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواكې داعش ډلې په درزاب ولسوالۍ کې د نجونو۱۰ ښوونځي سوځولي دي.
نوموړي ومنله، چې په جوزجان کې د غبرګولي مياشتې په دېرشمه نېټه د نجونو يو ښوونځى د داعش ډلې لخوا سوځول شوى و، خو وروستي راپورونه يې بې بنسټه وبلل.
په ورته وخت کې د جوزجان د ولايتي شورا مشر مولوي عبدالحى حيات هم په دې ولايت کې د داعشيانو د فعاليت پخلى کوي، خو وايي، هغوى کوم ښوونځى نه دى سوځولى.
تر دې وړاندې ځينو رسنيو د جوزجان د درزاب د ولسوال له قوله ويلي و، چې په دغې ولسوالۍ کې د نجونو لس ښوونځي د داعشيانو له لوري سوځول شوي دي.
د جوزجان لوړپوړي دولتي چارواکي وايي، چې هلته د پوهنې په برخه کې ډېر پرمختګ شوى او د دغه ولايت ۹۵ فيصده ښوونځي فعال دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA