ads

د افغانستان او تركمنستان جمهور رئيسانو د اقتصادي همكاريو په اړه خبرې کړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني او د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف تېره ورځ په عشق اباد كې د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پياوړتيا او اقتصادي همکاريو په اړه بحث او خبرې وکړې.

نویسنده: sarwan
13 چنګاښ 1396
د افغانستان او تركمنستان جمهور رئيسانو د اقتصادي همكاريو په اړه خبرې کړي

جمهور رئيس محمد اشرف غني او د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف تېره ورځ په عشق اباد كې د دواړو هېوادونو د اړيکو د لا پياوړتيا او اقتصادي همکاريو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې د محمدوف له قوله راغلي، چې دوى به هم افغانستان ته او هم د افغانستان له لارې زياته برېښنا صادره کړي.
د هغه په وينا، د برېښنا صادرات او اقتصادي همکاري د عشق اباد او كابل د اړيکو د پياوړتيا او خلکو ته د كار د ايجاد ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې هم لويه مرسته کولی شي.
محمدوف زياته كړه، چې هېواد به يې د اقتصادي همکاريو ترڅنګ له افغانستان سره فرهنګي او بشري همکارۍ هم زياتې کړي.
بلخوا جمهور رئيس غني وويل، کله چې د مرکزي اسيا انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسيا ته ولېږدول شي، نو اسيا به بدله شي.
د نوموړي په خبره، دا به يوازې اړيکه نه، بلکې مواصلاتي دهلېز وي او د دې سبب به شي، چې ترکمنستان او افغانستان د اسيا نورو هېوادونو او اروپا سره په اساسي توګه وصل شي.
د يادونې وړ ده، چې د جمهور رئيس غني او جمهور رئيس محمدوف په حضور کې د دواړو هېوادونو د چارواكو له لوري د همکارۍ اووه موافقتنامې لاسليک شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA