ads

ګیلم اوبدونکې او د سولې هیله

د ګیلـــم اوبدلـــــو صنعـــت که څه هــــم په افغانستان کې له پخوا دود دی او تر ډېره په غزني، باميان، جوزجان او فارياب کې خلک پرې بوخت وو، خو اوس مهال دغه صنعت نورو ولایتونو ته هم غځېدلی دی.

نویسنده: sarwan
10 چنګاښ 1396
ګیلم اوبدونکې او د سولې هیله

د ګیلـــم اوبدلـــــو صنعـــت که څه هــــم په افغانستان کې له پخوا دود دی او تر ډېره په غزني، باميان، جوزجان او فارياب کې خلک پرې بوخت وو، خو اوس مهال دغه صنعت نورو ولایتونو ته هم غځېدلی دی.
له دې ډلې پروان هغه ولایت دی چې د نورو لاسي صنايعو تر څنګ د ګیلم اوبدلو صنعت هم پكې د پام وړ ځای موندلی او يو شمېر ښځې د كليوالي صنايعو د پراختيا ملي پروګرام له لارې په دې صنعت كې په كار بوختې دي.
د پروان ولايت اوسېدونكې ضياجان چې اته کاله وړاندې يې د كليوالي صنايعو د پراختيا ملي پروګرام له لارې د زرافشان په نوم د ګیلم اوبدلو شركت پرانيستی او نهه تنه ښځې ورسره په دې برخه كې كار كوي وايي، د ګیلمونو ترڅنك سرتوشكي، د بالښت پوښونه، سر پرده اي، سر مېزي او داسې نور شيان جوړوي، خو په خپل ولايت كې د خرڅلاو بازار نه لري: ((تمه مو يوازې نندارتونونو ته ده چې څه وخت جوړېږي او د څو افغانيو ګټه پكې وكړو، ۷ ځلې كابل ته نندارتون كې د ګډون لپاره راغلې يم او دوه ځلې هند ته تللې يم.))
د ضياجان په خبره، له ګیلم اوبدل شوي شيان ډېر مينه وال لري، خو په وروستيو كلونو كې د خلكو اقتصادي وضعيت خورا زيات خراب شوی، پيسې له بازاره وركې شوې او بېكاري هم زياته شوې، ځكه يې بازار پيكه شوی.
پخوا تر دې به هغو ښځو چې د لاسي صنايعو په برخه كې يې كار كاوه، د خپلو محصولاتو د سوړ بازار يو علت د غوره او مناسب ډيزاين او رنګونو نه لرل بلل چې زيات زيانونه به يې هم ورته اړول خو اوس د كليوالي صنايعو پراختيا ملي پروګرام ضياجان او نورو سوداګرو ښځو ته په دې برخو كې د پام وړ زدهکړې ورکړې دي.
ضياجان وايي، په هېواد كې تر کورنیو جګړو وړاندې د ګیلم اوبدلو صنعت ښه شهرت او بازار درلود، خو د هېواد بازار ته د ايراني غاليو په راتلو سره د ګیلم اوبدلو صنعت د خلکو هېر شوی.
نوموړې هم د نورو افغان ښځو په څېر هېواد ته د سولې او امنيت د راتلو هيله لري، ځكه په وينا يې د امنيت راتلل به هېواد له روانو ستونزو وباسي او د سوداګرۍ ډګر به هم پراخ كړي. د هغې په خبره، د پروان ولايت په لرې پرتو ولسواليو كې كورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي ځكه نارينهوو ته په اسانۍ د كار زمينه نه برابرېږي. د نوموړې په خبره که د دې ولسوالیو ښځو ته د لاسي صنايعو په برخه کې د کار زمينه برابره شي، ستونزې به يې حل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA