ads

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې سېلابونو درانه زيانونه اړولي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د سخت باران له كبله په راوتلو سېلابونو کې دولس کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
10 چنګاښ 1396
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې سېلابونو درانه زيانونه اړولي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د سخت باران له كبله په راوتلو سېلابونو کې دولس کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، د بلوچستان ايالت سليمان غره ته څېرمه سيمو کې سېلابونه راوتلي، چې لسګونه کورونه يې تخريب کړي او لويې لارې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې دي.
ژغورونکي وايي، چې د وژل شوو کسانو له ډلې يې د نهو تنو مړي موندلي، خو درې تنه اوس هم لا درکه دي.
د بلوچستان ځايي حکومت ويلي، چې په ډېرى سيمو کې لسګونه څاروي هم اوبو وړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې د موسمي بارانونو لړۍ روانه ده او په ځينو سيمو کې د احتمالي سېلابونو له كبله خلکو ته د احتياط كولو سپارښتنه شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA