ads

د زېږون پر مهال مړینه کمه شوې

د غزني روغتيايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په ټولو روغتیایي مرکزونو کې ښځینه روغتیاپالانې په تېره بیا قابلهګانې حضور لري، چې په مرسته یې د تېر په پرتله د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه څلور برابره راټيټه شوې ده.

نویسنده: sarwan
10 چنګاښ 1396
د زېږون پر مهال مړینه کمه شوې

د غزني روغتيايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په ټولو روغتیایي مرکزونو کې ښځینه روغتیاپالانې په تېره بیا قابلهګانې حضور لري، چې په مرسته یې د تېر په پرتله د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه څلور برابره راټيټه شوې ده.
د غزني ولایت د عامې روغتیا رييس ډاکټر ظاهرشاه نېکمل کلید ته وویل، په دې ولایت کې د ښځینه روغتیاپالانو په مرسته د زېږون پر مهال د میندو له مړینې تر ډېره مخنیوی شوی او تمه لري چې په دې برخه کې نور پرمختګ هم وکړي: ((زموږ قابلهګانې او نرسانې په ډېرو سختو امنیتي شرایطو کې حتا د غزني په تر ټولو ناامنو او لرې پرتو سیمو کې دندې ترسره کوي او د دوی د هلو ځلو په پایله کې اوسمهال د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په هرو ۱۰۰ زرو کې له ۱۶۰۰ څخه ۳۲۷ تنو ته راټیټه شوې ده، چې د تېر په پرتله څلور برابره کموالی ښیي.))
نوموړې وایي، د قابله ګانو د شمېر په زیاتېدو سره ډېری میندو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی موندلی او د روغتيايي موضوعاتو په اړه يې پوهاوی هم ډېر شوی دی چې له کبله یې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې ټیټیدو تر څنګ د نورو انتاني ناروغیو کچه هم راټیټه شوې ده: ((د عامې روغتیا ریاست له لوري او د ځینو موسسو په مرسته مو تر دې مهاله د قابله ګانو او نرسانو دوه روزنیزې دورې پای ته رسولې، تر څنګ یې غزني کې له خصوصي انسټیټيوټونو هم په وروستیو کې لسګونه قابله ګانې او نرسانې فارغې شوې، چې په دې سره روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی هم زیات شوی.))
د غزني ولایت د عامې روغتیا رييس که څه هم د ښځینه روغتیایي متخصصینو نشتوالی یوه جدي ستونزه بولي، خو وایي چې د دې ولایـت په ټــولــو ۹۰ روغتیایي مرکزونو کې ښځینه قابلې او نرسانې حضور لري: ((زموږ ټولنه کې د زېږون پر مهال او یا هم د میندوارۍ په دوره کې د ښځو مړینه یوه لویه ستونزه وه چې دا ستونزه تر ډېره د قابلو پر مټ حل شوې، خو د ښځینه متخصصینو نشت لا هم یوه جدي ستونزه ده او موږ په ټول غزني کې دوه ښځینه متخصصینې لرو.)) نوموړی وایي هڅه کوي چې غزني ولایت ته له مرکز کابل ښځينه طبي متخصصينې جذب کړي.
له بل لوري په غزني کې د قابلهګانو د ټولنې مشره نادیه علمیار وایي، د نورو ولایتونو تر څنګ په غزني کې هم قابلهګانې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. نوموړې وايي، په دولتي روغتیایي مرکزونو کې د قابلهګانو د شمــېر کمــوالــی د دې سبــب شـــوی، چـې پر شته قابلهګانو کاري فشار ډېر وي: ((د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او تر ډېره خپلې ناروغانې دولتي کلینکونو ته د درملنې لپاره راولي، خو په ډېری کلینکونو کې یوازې یوه قابله دنده ترسره کوي، چې کاري فشار پرې زیات وي او دغه چاره د دې سبب کېږي چې ناروغانو ته لازم لاسرسی ونه شي، د پایوازانو له ګواښونو سره مخ شي او بالاخره يې له دندې زړه تور شي.))
هغه دغه راز وایي، په روغتیایي مرکزونو کې د قابلهګانو د امتیازاتو کموالی او د حقالخطر نشـت یې نـورې عــمــده ستـونـــزې دي او لــه چارواکو په دې برخو کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي: ((قابلې او نرسانې له ناروغانو سره تل په تماس کې وي چې له کبله یې د هغوی روغتیا له جدي ګواښ سره مخ وي، په نوره نړۍ کې له همدې کبله روغتیایي کارکوونکو ته حق الخطر شته خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې له دغه امتیاز بې برخې یو.))
نادیه وایي، دوی له شته فرهنګي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو سره سره په هره سیمه کې د خپل ولس خدمت کوي، له همدې کبله باید حکومت هم د دوی قانوني غوښتنې واوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA