ads

پر لعلپورې د پاکستاني ملېشو او طالبانو بريد په شا تمبول شوى

د ننګرهار ولايت پر لعلپورې ولسوالۍ د پاکستاني ملېشو او وسله والو طالبانو بريد كې يوه ښځه وژل شوې او ځايي چارواكي په نښته كې د پنځو پاكستاني سرتېرو د وژل كېدو ادعا كوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 چنګاښ 1396
پر لعلپورې د پاکستاني ملېشو او طالبانو بريد په شا تمبول شوى

د ننګرهار ولايت پر لعلپورې ولسوالۍ د پاکستاني ملېشو او وسله والو طالبانو بريد كې يوه ښځه وژل شوې او ځايي چارواكي په نښته كې د پنځو پاكستاني سرتېرو د وژل كېدو ادعا كوي.
د لعلپورې ولسوال حاجي غالب وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې او دېرش دقيقې پاکستاني ملېشو او وسله والو طالبانو په ګډه پر دې ولسوالۍ بريد پيل کړ، چې ډېر ژر د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په شا وتمبول شو.
نوموړي كليد ته وويل، پاکستاني ځواكونو او وسله والو طالبانو غوښتل د لعلپورې ولسوالۍ پر يو غر دهشکه نصب کړي او پر ولسوالۍ ډزې وکړي، چې په خبره يې، د سيمه ييزو پوليسو له لوري پرې بريد شوى او دهشکه يې له منځه وړل شوې ده.
غالب زياته كړه، چې د مخالف لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ يوه ښځه وژلې ده.
د هغه په وينا، سيمې ته تازه دمي د ملي اردو ځواکونه او سرحدي پوليس رسېدلي او سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.
غالب وايي، په ځوابي بريد كې پاكستاني ملېشو او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA