د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د اېم سي سي يا د نړۍ د غوره يوولس کسيزې لوبډلې په وړاندې لوبېدونکې افغان لوبډله اعلان کړه.
دواړه لوبډلې به له يو بل سره د روان ميلادي کال د جولاى مياشتې په ۱۱مه نېټه د لندن په لارډز لوبغالي کې يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي.
په اعلان شوې افغان لوبډله كې اصغر ستانكزى، نور علي ځدراڼ، سميع الله شينوارى، محمد نبي، شفيق الله شفق، ګلبدين نايب، راشد خان، جاوېد احمدي، دولت ځدراڼ، شاه پور ځدراڼ، رحمت شاه، افسر ځاځى، ناصر جمال او فريد احمد ملك شامل دي.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د نړۍ د غوره يوولس کسيزې لوبډلې په وړاندې په لارډز لوبغالي کې، چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم يادېږي، لوبه کول يو تاريخي ارزښت لري او د نړۍ هر پياوړى لوبغاړى په دغه لوبغالي کې د لوبېدو هيله لري.
اېم سي سي د نړۍ د کرکټ د قوانينو جوړوونکى کلب دى او د نړۍ په کچه د کرکټ د ودې لپاره کار او هلې ځلې کوي، چې يو شمېر افغان لوبغاړو يې هم د نړۍ د نورو لوبغاړو په څېر غړيتوب درلود.