ads

د بروكسل په غونډه كې د افغانستان په اړه خبرې كېږي

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو او متحدينو د دفاع وزيرانو يو ورځنۍ غونډه نن د بلجيم پايتخت بروكسل كې پيلېږي، چې په كې به د افغانستان په اړه خبرې وشي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 چنګاښ 1396
د بروكسل په غونډه كې د افغانستان په اړه خبرې كېږي

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو او متحدينو د دفاع وزيرانو يو ورځنۍ غونډه نن د بلجيم پايتخت بروكسل كې پيلېږي، چې په كې به د افغانستان په اړه خبرې وشي.
په دغه غونډه كې د ملي دفاع سرپرست وزير طارق شاه بهرامي هم ګډون کوي.
د ملي دفاع وزارت وايي، افغانستان به په دې غونډه کې پر دې ټينګار وکړي، چې پر پاکستان فشارونه زيات شي.
د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ پرون خبريالانو ته وويل، هيله ‌من دی، چې په دغه غونډه كې به وکولای شي په افغانستان کې د اړتيا وړ نورو سرتېرو مشخص شمېر اعلان کړي.
نوموړي زياته کړه، چې پوځي قوماندانانو افغانستان ته د څو زره نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.
د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د شمېر په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ادارې نوې ستراتېژي د بشپړېدو په حال کې ده.
د امريکا د دفاع وزير جېمز ماټيس ته، چې د بروکسل د غونډې يو ګډونوال دی، سپينې ماڼۍ د دې صلاحيت ورکړی، چې افغانستان ته د استول کېدونکو امريکايي سرتېرو په اړه په خپله پرېکړه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA