ads

د امريكا مشرانو جرګې د افغانانو لپاره څلور زره تازه ويزې تاييد كړې

د امريكا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو كمېټې د افغانانو لپاره د څلورو زرو تازه ويزو صادرول تاييد كړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 چنګاښ 1396
د امريكا مشرانو جرګې د افغانانو لپاره څلور زره تازه ويزې تاييد كړې

د امريكا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو كمېټې د افغانانو لپاره د څلورو زرو تازه ويزو صادرول تاييد كړل.
دغه څلور زره ويزې د هغو افغان ژباړونكو او نورو كسانو لپاره ځانګړې شوي، چې د خطر په قبلولو سره يې په هېواد كې له امريكايي ځواكونو سره همكاري كړې ده.
د امريكا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو كمېټې مشر جان مككين وايي، افغانانو ته د ځانګړو ويزو د وركړې دوام ښيي، امريكا هغه كسان، چې د ترهګرۍ ضد جګړه كې يې له متحدو ايالتونو سره مرسته كړې، يوازې نه پرېږدي.
د دغو ويزو صادرول د امريكا د ۲۰۱۸ كال د ملي بوديجې د سند برخه ده، چې روانه اونۍ وروستى شو.
د امريكا د مشرانو جرګې د پوځي خدمتونو كمېټې د تېر كال په دفاعي بوديجه كې يوازې ۱۵۰۰ ويزې تصويب كړې، چې د وړم كال په پرتله كمې وې او دا كار د دې سبب شو، چې د روان ميلادي كال د مارچ مياشتې په لومړيو كې په كابل كې د متحدو ايالتونو سفارت د ځانګړو ويزو د صاردولو او مركو لړۍ ودروي.
دا په داسې حال كې ده، چې په ۲۰۱۴ كال كې له افغانستانه د امريكايي ځواكونو تر وتلو وروسته سلګونه هغه افغانان، چې له دغو ځواكونو سره يې كار كړى و، د كډوالۍ د ځانګړي پروګرام له لارې امريكا ته تللي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA