ads

کاپيسا كې د زندانيانو د وضعيت د څارنې په هدف ځانګړې کمېټه جوړه شوې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، د زندانيانو د وضعيت د څارنې په هدف يې يوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، چې په اونۍ کې درې ځلې د زندانيانو د وضعيت ارزونه کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
8 چنګاښ 1396
کاپيسا كې د زندانيانو د وضعيت د څارنې په هدف ځانګړې کمېټه جوړه شوې

د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، د زندانيانو د وضعيت د څارنې په هدف يې يوه ځانګړې کمېټه جوړه کړې، چې په اونۍ کې درې ځلې د زندانيانو د وضعيت ارزونه کوي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي كليد ته وويل، په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر زندانيانو د زندان د اوسېدو د خونو، د بېلابېلو ناروغيو او د خوراکي توکو په اړه شکايتونه درلول او د دوى کورنيو هم له يو شمېر پوليسو څخه سر ټکوه، چې نه شي کولاى په سم ډول له خپلو زنداني غړو سره وګوري.
يوسفزي زياته كړه، د ځانګړې کمېټې په جوړېدو سره اوسمهال يادې ټولې ستونزې حل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د کاپيسا زندان په يوه کرايه خونه کې و، چې د ګرمۍاو يخنۍ په مهال زندانيان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ وو، خو اوسمهال د دوى لپاره نوې ودانۍ هم جوړه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA