ads

د هلمند والي: د كابل بانك پېښې په اړه څېړنې به جمهور رئيس سره شريكې شي

د هلمند د والي حيات الله حيات په مشرۍ نن د نظامي شورا غونډه کې د دې ولايت پر عمومي امنيتي وضعيت خبرې وشوې او په ځينو برخو کې لازم تصميمونه ونيول شول.

نویسنده: sarwan
8 چنګاښ 1396
د هلمند والي: د كابل بانك پېښې په اړه څېړنې به جمهور رئيس سره شريكې شي

د هلمند د والي حيات الله حيات په مشرۍ نن د نظامي شورا غونډه کې د دې ولايت پر عمومي امنيتي وضعيت خبرې وشوې او په ځينو برخو کې لازم تصميمونه ونيول شول.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د والي له قوله راغلي، چې د کابل بانک پېښې ته د ټاکل شوي پلاوي څېړنې به تر بشپړېدو وروسته پر جمهور رئيس غني سربېره ولسونو سره هم شريکې شي.
حيات وويل، که څه مخالفينو د دې خونړي بريد په ترسره کولو سره د ولسونو او ولايتي ادارې ترمنځ د اختلافونو رامنځته کولو او بې باورۍ جوړولو هڅه وکړه، خو د ولايتي شورا په همکارۍ د دې مسئلې مخنيوی وشو.
د هلمند والي پر ولسونو د يووالي ټينګار وکړ او د ناخوالو له منځه وړلو لپاره يې د مشروع حل لارو موندلو لارښوونه وکړه.
بلخوا د ۵۰۵ بُست زون نوي قوماندان مل پاسوال محمد داود تره خېل د حيات الله حيات په مشرۍ د نظامي شورا پر همږغۍ خوښي وښوده او ډاډ يې څرګند کړ، چې د امنيت خونديتوب او عملياتونو کې به د پوليسو رول اغېزمن کړي.
په ورته وخت كې د هلمند نوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار صافي خبر ورکړ، چې د هلمند پوليسو کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي، د پوليسوظرفيت لوړول، تجهيزول، کار اهل کار ته سپارل او اکمالات به يې له لومړيتوبنو څخه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA