چين هند ته وروسته له هغې احتجاج کړى، چې هندي سرحدي ځواکونه د چين تبت سيمې ته ور داخل شول.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هيله ښودلې، چې هند په راتلونکي کې دا ډول سرحدي تېروتنې تکرار نه کړي.
چين او هند له کلونو راهيسې پر ګډه پوله لانجه لري، چې تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله والې نښتې هم رامنځته شوې دي.
چين په جنوبي اسيا کې د پاکستان نږدې ملګرى هېواد بلل کېږي، خو هند بيا له دواړو هېوادونو سره سرحدي لانجې لري، چې تراوسه يې د حل لپاره کوم اقدام نه دى شوى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ