ads

ننګرهار: د کوچني اختر په شپو ورځو کې ټرافيکي پېښو ۱۶۱ تنه ټپيان کړي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کوچني اختر په شپو ورځو کې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۱۶۱ تنه ټپیان شوي دي.

نویسنده: sarwan
7 چنګاښ 1396
ننګرهار: د کوچني اختر په شپو ورځو کې ټرافيکي پېښو ۱۶۱ تنه ټپيان کړي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د کوچني اختر په شپو ورځو کې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د ټرافیکي پېښو له کبله ۱۶۱ تنه ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې د جلال اباد په ښار او ټولو ولسوالیو کې د ټرافیکې پېښو له کبله ددغه ولایت د عامې روغتیا روغتون ته د لسو مېرمنو په ګډون ۱۶۱ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.
سرچینه وایي، چې یادې ټرافیکي پېښې ډېری يې د موټر سایکل او موټر چلوونکو د ګړندي تګ له کبله رامنځته شوې دي .
خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، چې د اختر په شپو ورځو کې د هوایي ډزو له کبله هم لسګونه تنه ټپیان د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته ور وړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA