ads

فراه كې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فراه ولايت كې پر سړک د دوو ځاى پر ځاى شوو ماينونو د چاودنو له كبله څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
7 چنګاښ 1396
فراه كې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فراه ولايت كې پر سړک د دوو ځاى پر ځاى شوو ماينونو د چاودنو له كبله څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والي وياند ناصر مهري کليد ته وويل، يادې چاودنې د کډوالو په کلي کې د پوليسو پر رېنجر موټر شوي، چې په پايله كې يې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د مهري په خبره، دا پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې او دېرش دقيقې هغه مهال رامنځته شوې، چې ياد امنيتي کسان د خپلې دندې په لور روان وو.
هغه زياته كړه، د ټپيانو حالت ښه دى او د فراه په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
امنيتي چارواكي وايي، تراوسه په دې اړه څوک نه دي نيول شوي، خو امنيتي ځواکونه هڅه كوي، چې د پېښې عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډ‏لې تراوسه د يادو چاودنو مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA