241
۷ چنګاښ ۱۳۹۶
لیکونکی: حبيب وقار

په میاشتو کې د کلونو مزل؛ د بنجاره ماما خپله کیسه

((لس كلن ماشوم وم چې نيمه شپه به د تېلو ټانګ ته روان وم، له هر څه به وېرېدم، جګړې وې او په هېچا باور نه و، يو ګيلن تېل به مې په تور بازار کې خرڅول څو يې په پیسو کور ته څو وچې ډوډۍ واخلم.)) دا د يوه داسې خبريال، لیکوال، ژباړن او ممثل خبرې دي چې د زمان جبر تر واده کولو لیک لوست ته پرېنښود، خو حیرانوونکو هڅو او پولادي عزم يې په لنډ وخت کې برخلیک بدل کړ او دا هوډمن سړی يې د بريا تر هسکو ورساوه. هغه د کلونو مزل په میاشتو کې وواهه او د شپې له تروږميو داسې راپورته شو لکه د سهار لمر.
ارش ننګیال ۴۱ کاله وړاندې په ۱۳۵۶لمريز کال د لغمان د مرکز په بسرام کلي کې د هېواد د پېژندل شوي شاعر ارواښاد اسحاق ننګیال په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. ارش چې يو کلن کېږي، کورنۍ يې د کابل شاهشهيد سيمې ته کډه کوي، پلار يې د پوليسو په اکاډمۍ کې دنده لري. ارش په ۱۳۶۳لمريز کال په غفور نديم ښوونځي کې شاملېږي، په ښوونځي کې تر پايه ټنبل پاتې کېږي، ځکه چې په دري نه پوهېدو او ښوونکو به په پښتو درس نه ورته وايه، يوازې پښتو مضمون يې زده کېده او بس: ((که مې په خپله ژبه زده کړې کړې وای، دومره به له ستونزو سره نه مخ کېدم، دومره خوارۍ به نه راباندې تېرېدې.)) کله چې ارش اووم ټولګي ته رسېږي، کابل ته مجاهدين راځي او پلار يې بېکاره کېږي: ((پلار مې د فزيکي کار لپاره جوړ نه و، که يې دنده نه وای هېڅ يې هم په وس نه وو، اړ وم چې په هماغه ماشومتوب کې کار وکړم.)) له داسې حالاتو سره هم مخ کېږي چې د جګړو له کبله ان د څښلو اوبو په پيداکولو کې هم له مرګ سره مخ کېږي.
کور کې يې هرڅه خلاصېږي، مور يې ګيلن په لاس ورکوي چې هر سهار وختي د تېلو دولتي ټانګ ته لاړ شي، يو ګيلن تېل واخلي بيا یې په بازار کې خرڅ کړي، د وچې ډوډۍ لپاره خو به ۳۰يا ۴۰افغانۍپیداکړي: ((په نيمه شپه به د تېلو ټانګ ته روان وم، په لاره به له هرڅه وېرېدم، جګړې وې او په هېچا باور نه و، له بلې خوا زه د لس يوولسو کلونو ماشوم وم، يو ګيلن تېل به مې په تور بازار کې خرڅول په ګټلو پيسو به مې کور ته ډوډۍ راوړله، تر يو ګيلن د ډېرو تېلو پيسې مې نه لرلې.)) د ارش د کورنۍ ګوزاره د ده په څلوېښت روپۍ نه کېږي، سختو کارونو ته ملا تړي، د خپلو کليوالو کارګرو يوې ډلې سره د کابل بالاحصار ته چې کار پرې کېږي ځي، د کار څښتن ارش د ماشومتوب او د دوی د زورور کار له کبله په کار کې نه نيسي، خو د کليوالو په مټ په کار کې شاملېږي: ((لاسګاډی يې راکړ، کار سخت و، خو يوه دوه درې ورځې وروسته ورسره بلد شوم، د اړتیا له زوره مې هر سخت کار ته لبیک وايه. په دې مو يو څه ګوزاره کېده، څلور مياشتې مې دا کار وکړ.)) دا چې له ماشومتوبه يې له تخنيکي کارونو سره جوړه ده، د څه وخت لپاره په شاهشهید کې د بايسکل جوړولو کار پيلوي، بخارۍ هم ورسره جوړوي، په ۱۳۷۱لمريز کال په کابل کې يو ځل بیا جګړې زور اخلي، دوی اړ کېږي د کلي په لور حرکت وکړي: ((له کور ووتو، تر حضوري چمن پورې درې ورځې تلو، خو د جګړو له لاسه به مو بېرته کور ته پناه يوړه، په ستونزو مو لغمان ته ځان ورساوه، له کلي چې راتلو يوه کورنۍ وه، خو له دې ځايه ترونه او د تره زامن لس يوولس کورنۍ لغمان ته ورسېدو، په يوه لويه شريکه کلا کې مو واړول کېږدۍ مو پکې ودرولې څوک کوټو څوک هم کېږديو کې میشت شوو.)) ارش د کور ګڼه ګوڼه نه شي زغملی او د کور جوړولو هوډ کوي، پلار، ترونه او کليوال ورته وايي چې د کور جوړول اسانه کار نه دی او ستا په وس هم پوره نه دی: ((د ټول کلي ځوانان، ماشومان، سپين ږيري به د کار سيل ته راتلل، ځينو به مرسته هم راسره کوله، ان کله کله به مېرمنې هم راتلې، د دوی په فکر کابلي هلکان نه په کار پوهېږي او نه يې زور لري. کله کله به پلار هم خټه راته پنډې کوله.))
ارش په يوه مياشت کې په زرګونو خښتې جوړوي، له کار سره بلدېږي خښتې خپله لګوي او د کور د بنسټ ډبرې هم خپله ږدي: ((کور جوړ شو، دوه کوټې مې په کې جوړې کړې، نه يوازې خپل کلی بلکې له نورو کلیو هم ډېر خلک زما د کور جوړولو مبارکۍ ته راغلل.)) دوی ته له وېش وروسته درې جرېبه ځمکه رسېږي او ارش بزګري پکې پيلوي تر څنګ يې له ځينو موسساتو رېګ او ډبرې په اجاره اخلي او له يوې سيمې یې بلې ته په لاسګاډي انتقالوي: ((بزګري مې زده نه وه، خو کوښښ مې کاوه، يو څه وريجې او غنم به راته جوړېدل او يو څه به مې کار ورسره کاوه، ډېری وخت به مې په کليو کې د چرګو هګۍ اخيستې، چرګان به مې اخيستل او بازار کې به مې خرڅول.))
ارش د څه وخت لپاره له يوې موسسې سره نورستان ته ځي او هلته د کلينيکونو د جوړولو په برخه کې د سرکارګر په توګه کار کوي، دا مهال چې کابل کې د طالبانو حکومت واکمن دی، پلار يې هم کله کله د دندې لپاره کابل ته ځي: ((پلار مې د ځينو ستونزو له کبله دنده پرېښوده، په ۱۳۷۶لمريز کال پېښور ته لاړ او هلته د بيبيسي له تعليمي خپرونو سره ډرامه ليکوال شو، ژوند مو ورسره وغوړېد.))
ارش ته يې پلار په کلي کې زېږکلیزه نيسي او تر ټولو لوړه ډالۍ ورکوي: ((ټولو مېلمنو زما د پلار لاس کې کلي ته کتل، دوی فکر کاوه موټر يا کور يې راته اخيستی. راته ويې ويل لاړ شه هغه المارۍ خلاصه کړه، المارۍ مې خلاصه کړه، ټوله له کتابونو ډکه وه، ويل يې دا المارۍ او کتابونه ستا د زېږکلیزې ډالۍ ده او تاته به ميراث پاتې کېږي او يوه ورځ به دې يوه ځای ته رسوي، خو زه بېسواده وم، هغه وخت يې په ارزښت پوه نه شوم.)) په دې وخت کې ارش ته کوژده کوي، په ۱۳۷۷کال کې ارش د خپل واده لپاره تياری نيسي، هرڅه تيار دي، ارش د ځان لپاره په نوې جوړه شوې کوټه کې په خټو ککړ ولاړ دی. يو کلیوال ماشوم په منډه او وارخطا د ارش د کور دروازه ډبوي او په بيړه يې کلي ته غواړي: ((کلي کې ډېر خلک راټول و، ټولو ماته کتل، يو مشر رامخکې شو راته ويې ويل، د خدای امر درباندې شوی، پلار دې د زړه د حملې له کبله په پېښور کې په حق رسېدلی اوس به يې جنازه راوړي. سخت حالت و، په ځان نه پوهېدم، همالته تر ډېره ساعته کېناستم او اوښکې مې تويې کړې.)) د دوی د واده کارونه پاتې کېږي، خو د پلار له مړينې يوه نيمه مياشت وروسته ارش او د تره زوی يې يو ځای ودونه کوي. ارش يوه ورځ له بزګرۍ سر تر پښو په خټو لړلی کور ته راځي، بېل غورځوي، خدای ته لاسونه پورته کوي وايي، خدايه که په قلم روزي راکوې رايې کړه، کنه په دې بېل خو دا يتيمان رانه مړه کېږي: ((مور مې مخامخ راته ولاړه وه، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې راغږ يې کړ، زويه په قلم خو هغه څوک روزي ګټي چې درس يې ويلی وي، ته خو بېسواده يې، ته به یې څنګه په قلم وګټې؟)) د ارش کډه چې له کابل کلي ته ځي، په کلي کې د شهید مولوي حبیبالرحمن تش په نوم ښوونځي کې شاملېږي اوپه ۱۳۷۶لمريز کال په داسې حال کې د دوولسم دفراغت سند له درس ويلو پرته ورکوي چې ان املا يې هم سمه زده نه وي. ارش په ۱۳۸۰لمريز کال ايران ته د کار لپاره ځي، له ځينو نورو سختو کارونو وروسته د يوې ودانۍ د فلزاتو رنګمالي په اجاره نيسي: ((اختر راغی لومړۍ ورځ مې رخصتي وکړه، خو د اختر په دويمه ورځ مې کار پيل کړ، لږ وروسته د کار مالک له اولادونو سره په چکر راغی، ويل يې ته خبر نه يې چې اختر دی، ويل مې اختر خو ستاسې دی زما خو نه دی، کورنۍ مې هلته وږي ناست دي بايد کار وکړم، د کار مالک شل زره تومنه راکړل ويل يې څو پورې چې اختر خلاص نه وي، کار به نه کوې.))
ارش ایران کې له يونيم کال کار کولو وروسته بېرته کلي ته راځي، د طالبانو واکمني ده کار نشته، د کار پيداکولو لپاره د پلار په ملګرو پسې وزي، کابل کې یې د پلار يو ملګری عبدالغفور ليوال د کلید مجلې له موسس شهير احمد ذهين سره مخ کوي: ((ذهين صیب په ۲۰۰۲میلادي کال په ننګرهار کې د کليد مجلې د توزيع د دفتر مرستیال کړم، کار د قلم نه و، مجلې به مو تر ښار او ولسواليو رسولې. پيسې به مو يې راټولولې او مرکز ته به مو لېږلې. کله به چې د بېل ليکلو اړتیا شوه په بل چا مې ليکه.))
ارش په ننګرهار کې له لیکوالو، شاعرانو او خبریالانو سره ملګری کېږي. دوی وايي چې ارش د اسحق ننګيال زوی دی باید هرې غونډې ته بلنه ورکړي: ((په هره غونډه کې به يې ماته د خبرو بلنه راکوله، حیران به وم، زړه نازړه به ستېج ته لاړم، څو ګډې وډې به مې وویلې او بېرته به کېناستم، ځکه چې دوی زما له بېسوادۍ خبر نه وو.))
کله کله د هر انسان په ژوند کې يو اتل وي اود ژوند پاڼه يې اړوي، دلته د ارش د ژوند پاڼه هم اوړي، د هغه ډېر ارمانونه ورو ورو دپوره کېدو لور ته ځي، د کلید د توزیع په دفتر کې د عزتالله ځواب په نوم يو کس ورسره همکار کېږي، ارش يوازې کتاب له مخه کم لوستی شي، ځواب په ښار کې کتابپلورنځی لري، ارش ته د مطالعې لپاره هره ورځ يو کتاب ورکوي: ((هره شپه به مې يو کتاب لوست او په سبا به مې بل کتاب ترې راووړ، مينه مې له لیکلوست سره ډېره شوه، ټوله ورځ به مې په وزګار وخت کې لیکل کول، له بلې خوا مې غونډو کې له ليکوالو او خبریالانو ډېر څه زدهکول، روزنيزو ورکشاپونو ته به تلم، په لنډ وخت کې مې ډېر بدلون وکړ.)) ځواب يې د شرق په نوم سيمه ييزې راډيو ته ورولي: ((هغوی دوه خپرونې راکړې، ټيپ يې راکړ، خپرونې به مې بهر د ملګرو په مرسته ثبتولې، نور يې دفتر ته نه پرېښودم، په دروزاه کې به يې ټيپ رانه اخيست.)) ارش يو کال له شرق سره کار کوي، لیک لوست يې ښه کېږي، د خپرولو جوړولو يو څه تجربه پيداکوي، په ۲۰۰۴کال د کليد دفتر بندېږي او ارش يو ځل بیا له بېکاريو ډک کلي ته پناه وړي، خو دې وخت کې د ارش چلند، خبرو او کړو وړو ډېر بدلون کړی وي: ((خبرې مې زدهکړې وې، په سلګونو کتابونه مې لوستي وو، غونډو کې مې برخه اخيستې وه، بس د ژوند پاڼه مې اوښتې وه، خو يو ځل بیا بېکارۍپرېشانه کړی وم.))
دا ځل ارش کابل ته ځي او هلته د خپل پلار د ملګرو په مرسته په ۲۰۰۴ميلادي کال د بيبيسي تعليمي خپرونو د ازموينې په لست کې شاملېږي: ((د ازموينې لپاره يوه مياشت عملي ورکشاپ و خو پکې بریالی شوم، شرق راډيو ګټه راته کړې وه، يوه کرنيزه خپرونه يې راکړه چې بل کس هم راسره همکار و، هغه به هم ډېره مرسته راسره کوله. د دې کار په پيل سره مې له لغمان څخه خپله کډه هم کابل ته راوسته.))
ارش په دفتر کې له کچې ډېر کار کوي، ورو ورو د دفتر باور پرې ډېرېږي، د بنجاري ماما د کرکټر تمثيل هم ورکوي: ((په دفتر کې مو له اندازې ډېر ورکشاپونه لرل، دومره څه مو زده کړل چې په هېڅ پوهنتون کې مې نه شوای زدهکوی.)) ارش په لومړیو کې له ستونزو سره مخ وي، خو څه وخت وروسته يې خپرونې د اوونۍ په ټاپ خپرونو کې راځي.
ارش له ۲۰۰۹کال وروسته د سيارې مطبوعاتي دفتر کې د راډيو او وېډيو د پروډيوسر په توګه کار پيلوي: ((د سيارې تر ټولو ښه پروډيوسر او خبریال وم. تر دې دمه مې يو ناول چې ((ولسمشر ما وژلی)) او يو بل د ارواپوهنې په برخه کې ((ګټوره روزنه)) په نوم کتاب ژباړه خپره شوه. خلکو مې ليکنې خوښولې، د ليکوالۍ هنر مې د جلال اباد د مطالعې برکت و.))
ارش د خبریالۍ په برخه کې نويو خبریالانو ته چې د سيارې په ساحوي دفترونو کې کارکوي روزنه ورکوي او تر څنګ يې له دويچویلې راډيو سره د ډرامه ليکوال په توګه کار کوي. له يو کال کار وروسته د راډيو جوړولو هوډ کوي: ((په ۲۰۱۰ کال مې په ننګرهار کې د (مينه) په نوم ښوونيزه راډيو جوړه کړه چې تر اوسه چلېږي.)) ارش کابل ته راځي او راډيو کې یې اولادونه او نور کسان کار کوي، يو کال له موبيګروپ سره کار کوي. له دې وروسته د ټولنيزې پرمختيا ادارې سره د ارزونې د مشر په توګه کار پيلوي. ورپسې له يواساېایډي سره په ننګرهار کې د مطبوعاتي سلاکار په توګه يو کال کار کوي.
يو ځل بيا کابل ته راځي او له بيبيسي ميډيااکشن سره د پروډيوسر په توګه کار پيلوي چې تر اوسه په همدې دنده کار کوي.
ارش ننګیال ژباړن او ليکوال دی چې تر اوسه يې د لسو په شاوخوا کې ليکنې او ژباړې د کتاب په بڼه خپرې شوې دي او د يوه ناول سوژه يې ذهن کې ده چې په راتلونکي کې به يې وليکي. ارش ننګيال اوس په کابل کې د جهان په نوم پوهنتون کې د حقوقو پوهنځی لولي. هغه درې زامن او دوه لوڼې لري، ځوانانو ته يې پیغام دا دی چې که د پرمختګ هوډ لري، بايد پر ځان باوري او متکي وي او خپله دې له خپل ځان سره مرسته وکړي، نور څوک ورسره مرسته نه کوي. نوموړی وايي، مطالعه له يو چا لوی انسان جوړوي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *