ads

پاكستان د هند او امريكا د خبرداري په اړه غبرګون وښود

وروسته له هغې، چې هند او امريکا په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو د موجوديت په اړه خبردارى ورکړ، پاکستاني چارواكو ويلي، چې دوى په ريښتينې توګه له ترهګرۍ سره مبارزه پيل کړې ده .

نویسنده: sarwan
7 چنګاښ 1396
پاكستان د هند او امريكا د خبرداري په اړه غبرګون وښود

وروسته له هغې، چې هند او امريکا په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو د موجوديت په اړه خبردارى ورکړ، پاکستاني چارواكو ويلي، چې دوى په ريښتينې توګه له ترهګرۍ سره مبارزه پيل کړې ده .
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا پرون ناوخته خبريالانو ته وويل، چې پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې زياتې قربانۍ ورکړي او اوس يې هم سرتېري له ترهګرو سره پر جګړې بوخت دي.
نوموړي په ورته وخت کې د امريكا له لوري په تور لېست كې په پاکستان کې مېشت د کشمير د حزب المجاهدين ډلې مشر شاملول هم وغندل او دغه ډله يې د کشمير يوه ازادي غوښتونکې ډله ونوموله.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د هند لومړي وزير نرېندرا مودي وړمه ورځ له پاکستانه وغوښتل، چې دا يقيني کړي، چې له خاورې يې پر نورو هېوادونو د تروريستي بريدونو لپاره کار نه اخيستل کېږي.
په همدې حال کې له پاکستانه غوښتل شوي، چې نور دې له ترهګرو سره په ريښتينې توګه مبارزه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA