ads

نامحسوسې هڅې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د روغتیا له نړیوال سازمان د تنباکو د مخنيوي په برخه کې د پرمختګ جايزه ترلاسه کړې چې په افغانستان کې د تېر په پرتله د تنباکو د کاروونکو شمېر زيات شوی دی.

نویسنده: sarwan
7 چنګاښ 1396
نامحسوسې هڅې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د روغتیا له نړیوال سازمان د تنباکو د مخنيوي په برخه کې د پرمختګ جايزه ترلاسه کړې چې په افغانستان کې د تېر په پرتله د تنباکو د کاروونکو شمېر زيات شوی دی.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت استدلال کوي چې د تنباکو او نورو نشهيي توکو د کنټرول قانون د اجرايوي کميسيون جوړول، په سګرېټو د تعرفې دوه برابره کول، په دولتي او غیردولتي ادارو او رسټورانټونو کې د سګرېټو د مخنيوي کړنلارو جوړول، په عمومي ځايونو کې له تنباکو د منعې اعلانونو لګول، د تنباکو د محصول پر اعلانونو د بنديز لګول، د تنباکو د زيانونو په اړه تبلیغات او د کابل ښار له بېلا بېلو سيمو د قیلونونو ټولول، د دوی د تېر يو نيم کال لاسته راوړنې دي، خو د دې تر څنګ دغه وزارت مني چې لا هم په سګرېټو د روږدو او له تنباکو د استفاده کوونکو شمېر ورځ په ورځ په ډېرېدو دی او د دوی هڅې تر دې مهاله هم په دې برخه کې اغېزمنې نه دي.
دغه وزارت وايي، روانې جګړې او پرانیستو سرحدونو په دغه هېواد کې د تنباکو د کاروونکو او قاچاق کوونکو په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې ده.
د دغه وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال ډاکټر فدا محمد پیکان وايي، په افغانستان کې د تنباکو د استفادې په اړه نوي ارقام په لاس کې نشته خو په وینا يې چې د تېرو کلونو د څېړنو له مخې دا کچه مخ په لوړېدو ده: ((له تنباکو څخه استفاده زموږ په هېواد کې مخ په زیاتېدو ده، هغه څېړنه چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې ترسره شوې ښیي چې په لویانو کې ۳۵ په سلو کې په منظم ډول سګرټ څکوي، ۵۰ فیصده د سګرټو له دوده اغېزمن کېږي، همدارنګه سروې د نوو ځوانانو په اړه په ګوته کوي چې ۱۶ په سلو کې لږ تر لږه د خپل ژوند په اوږدو کې یو یا دوه ځلې سګرټ تجربه کړی او دغه شان ۹۰ په سلو کې ماشومانو له ۱۳کلنۍ مخکې یو یا دوه ځلې سګرټ استعمال کړی.))
که څه هم د عامې روغتیا وزارت ادعا لري چې د تنباکو او نورو نشه يي توکو د کنټرول قانون د عملي کولو لپاره يې اجرايوي کميسيون جوړ کړی دی، خو تر دې مهاله دغه قانون هم نه دی عملي شوی او يوازې د کاغذ پر مخ هڅو يې ياده جايزه ترلاسه کړې ده.
پروګرامونه، کړنلارې او هڅې هغه وخت له هرکلي سره مخ کېږي چې په عملي ډول اغېزمنې وي او د وضعیت په بدلون کې رول ولري، خو کله چې دغه قانون تر دې مهاله هېڅ عملي شوی نه دی، نو څه ډول د عامې روغتیا وزارت د خپلو لاسته راوړنو خبرې کوي.
له دې کبله د عامې روغتیا وزارت ياد اقدامات کافي نه دي او باید په دې برخه کې د پام وړ هڅې وکړي تر څو عملي اغېزې ولري او په افغانستان کې له تنباکو د استفاده کوونکو په شمېر کې کموالی رامنځته شي. ځکه ډېری وخت په نشه يي توکو روږدو کسانو لومړی له سګرېټو او نصوارو پیل کړی دی او وروسته په ورو ورو په چرسو، ترياکو، پوډرو او هيرويينو هم روږدي شوي دي.
له بل لوري خلک وايي، که څه هم د حکومت له لوري څو ځلې په نشه يي توکو روږدي کسان له لارو او پلونو ټول شول او په روغتونونو کې بستر شول خو دوی ته د کاري زمينې د نشت او د دغه پروسې د ناسم مديريت له کبله د دې کسانو لويې برخې يې بیا نشو ته مخه کړې او بېرته روږدي شوي دي.
د روغتیا نړېوال سازمان یا WHO تر دې وړاندې ویلي چې د دوی د معلوماتو له مخې په نړۍ کې هر کال ۷ میلیونه کسان د تنباکو له کارولو مري چې تر پنځه میلیونو زیات يې په‎خپله کاروونکي او تر شپږو لکو ډېر يې هغه کسان دي چې سګرټ نه څکوي خو لوګي یې ګواښي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA