ads

د ناټو د غړو هېوادونو په ناسته کې په پاکستان د فشار زياتوالی د افغانستان اساسي غوښتنه ده

په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې د جنګي ماموريت په اړه خبرې کوي د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش وايي د ناټو د غړو هېوادونو په ناسته کې به يې اساسي غوښتنه په خپله خاوره کې د ترهرګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې په پاکستان د سختو فشارونو راوړل وي .

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 چنګاښ 1396
د ناټو د غړو هېوادونو په ناسته کې په پاکستان د فشار زياتوالی د افغانستان اساسي غوښتنه ده

په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې د جنګي ماموريت په اړه خبرې کوي د افغانستان د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش وايي د ناټو د غړو هېوادونو په ناسته کې به يې اساسي غوښتنه په خپله خاوره کې د ترهرګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې په پاکستان د سختو فشارونو راوړل وي.
له بلې خوا د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي چې په دې يوه ورځنۍ غونډه کې د ناټو د دفاعي لګښتونو، دفاعي پروګرامونو، ناټو او اروپايي ټولنې پر همکاريو او دغه سازمان ته پر ورپېښو ننګونو او ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې خبرې کېږي.
د نوموړي په وينا د ناټو لخوا د مالي بوديجې زياتوالی به د افغان ځواکونو په ظرفيت لوړولو کې لا مرسته وکړي.
د ناټو سرمنشي د افغانستان ترينګلي امنيتي حالات مني، خو ډاډ يې ور کړ چې افغان امنيتي ځواکونه دا توان لري چې حالات کنټرول کړي.
د ناټو د د فاعي بوديجې ۴۶مليارده ته لوړول، د هغې د مصرف سټراټېژي، د ترورېزم په وړاندې جګړه او د افغان امنيتي ځواکونو روزنه د سبا ورځنۍ ناستې چې د ۲۹ هېوادونو د فاع وزيران به په کې ګډون کوي، اجنډا جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA