ads

اروزګان کې ناوړو دودونو ګڼ شمېر ځوانان له هېواده وتو ته اړ كړي

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس نور محمد ابدالي وايي، ناوړو دودونو د دې ولايت ګڼ شمېر ځوانان اړ کړي، چې له هېواده ووځي.

نویسنده: sarwan
7 چنګاښ 1396
اروزګان کې ناوړو دودونو ګڼ شمېر ځوانان له هېواده وتو ته اړ كړي

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس نور محمد ابدالي وايي، ناوړو دودونو د دې ولايت ګڼ شمېر ځوانان اړ کړي، چې له هېواده ووځي.
نوموړي کليد ته وويل، ډېر داسې ناوړه دودونه شته، چې د ځوانانو له وسې پورته دي او هغوى اړ کېږي، چې هېواد پرېږدي او په مزدورۍ پسې بهر ته لاړ شي.
ابدالي هغه کسان له اسلام څخه ناخبره وبلل، چې په ټولنه کې يې ناوړو دودونو ته لار هواره کړې ده.
هغه د ناوړو دودونو د زياتوالي علت د تعليم او عامه پوهاوي نشتوالى يادوي او وايي، که مخه يې ونه نيول شي، په هېواد کې به اخلاقي فساد زيات شي.
دى له ديني عالمانو او قومي مخورو څخه په دې برخه کې د اقدام غوښتنه کوي.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، په راتلونکي کې پلان لري، چې د ناوړو دودونو په وړاندې مبارزه پيل او خلكو ته د سيمينارونو او عامه زده کړو په مټ د هغو زيانونه بيان کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA