ads

د ملا رسول ډلې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر مخنيوي ټينګار وکړ

د طالبانو د ملا رسول ډلې خپلو پلويانو ته ويلي، چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنيوي لپاره جدي هڅې وکړي.

نویسنده: sarwan
5 چنګاښ 1396
د ملا رسول ډلې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر مخنيوي ټينګار وکړ

دطالبانو د ملا رسول ډلې خپلو پلويانو ته ويلي، چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنيوي لپاره جدي هڅې وکړي.
دغه څرګندونې له طالبانو جلا شوې د ملا رسول ډلې له عالي شورا څخه د کوچني اختر په مناسبت په خپور شوي پيغام کې شوې دي.
په دې پيغام کې د ملا رسول ډلې ټولو هيوادواوالو او دنړۍ مسلمانانوته داختر مبارکي ورکړې ده.
په دې پيغام کې يادې ډلې خپلو وسله والو ته ويلي، چې خپلمنځي جګړې جداً حرامې، نامشروع، د اسلامي امت او افغان ملت په زيان او تاوان دي، ترې بايد ډډه او له ولسي وګړو سره ښه رويه وشي.
په پيغام کې راغلي : (( د هېواد والو د روغتيا، تعليم، زراعت او مالدارۍ، لويو لارو، زيربناوو، پلونو، پلچکونو او نورو ټولګټو چارو ساتنه ستاسو ملي فرض دي .))
د طالبانو د عالي شورا په پيغام کې نړيوالو ته ويل شوي، چې افغانستان ته د نورو سرتېرو له لېږلو لاس واخلي، ځکه جګړه د حل لاره نه ده .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA