ads

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د غير مسوولو وسلوالو تر منځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
5 چنګاښ 1396
د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د غير مسوولو وسلوالو تر منځ نښته کې دوه کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې وژل شوي کسان يو سيمه ييز پوليس او يو بل هم د سيمې مخور دی. د بلخ ولسوالۍ د سلطان خواجه ولي کلي اوسېدونکي هارون کليد ته وويل، چې د غير مسؤولو وسلوالو ترمنځ نښته د اختر په لومړۍ ورځ وشوه، چې له کبله يې يو سيمه ييز پوليس او يو قومي مشر ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول. نوموړي زياته کړه، نښته هغه مهال را منځته شوه، چې وژل شوي سيمه ييز پوليس د کلي قومندان ته سپکې سپورې وکړې، خو د قومندان د يوه ساتونکي لخوا په ډزو ووژل شو.
هغه وايي، چې د فدا قومندان د ساتونکي په ډزو کې يو مخور شخصيت حاجي غوث الدين هم د اوښتو ټپونو له کبله ساه ورکړه. له بل لوري د بلخ د پوليسو وياند شېرجان دراني وايي چې نښته د غير مسئولو وسلوالو ترمنځ شوې او له دواړو لوريو دوه کسان ټپيان شوي دي. د پوليسو وياند د پيښې په تړاو له ډېرو جزيات ورکولو ډډه کوي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA