په پاکستان كې د پرونيو چاودنو او موټر بم ځانمرګي بريد د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي، پرون مازيګر مهال د خيبر پښتونخوا د قبايلي سيمې کرمې اېجنسۍ پاړه چنار کې د غبرګو چاودنو له كبله د وژل شوو کسانو شمېر پنځه څلوېښت ته ورسېد او د ټپيانو له دوه سوو واوښت.
دغه چاودنې په داسې وخت کې شوي، چې د پاړه چنار په توري مارکېټ کې خلکو د اختر لپاره سوداوې كولې.
دغه راز تېره ورځ د بلوچستان په مرکز کويټې ښار کې د پوليسو د قوماندان دفتر ته څېرمه موټر بم ځانمرګي بريد کې ۱۳ تنه وژل شوي او له شلو زيات ټپيان دي، چې ډېرى يې پوليس ښودل شوي دي.
تر يادو پېښو وروسته د کراچۍ ښار په اورنګي ټاون سيمه کې د پوليسو پر ګزمې د وسله والو بريد کې پنځه پوليس ووژل شول.
د پاړه چنار او کويټې بريدونو مسووليت جماعت الاحرار وسله والې ډلې منلى، خو د کراچۍ د بريد پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.
پاکستاني حکومت د کويټې د بريد پړه پر هند اچولې، چې ګواکې استخباراتي شبکې ( را) دغه بريد تنظيم کړى و، خو هندي حکومت تراوسه د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.