د كندهار او نوي ډيلي ترمنځ د هوايي کارګو له لارې سوداګريزې اړيکې نن پيلېږي او په لومړۍ کارګو الوتکه کې به له کندهاره په لومړي ځل هند ته ۴۰ ټنه تازه مېوه او طبي نباتات صادر شي.
په همدې هدف تېره ورځ په کندهار هوايي ډګر کې د دې ولايت د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ تدابيري غونډه وشوه.
د کندهار ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د منيب له قوله راغلي، د افغانستان – هند هوايي سوداګريز دهلېز څخه هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې او اقتصادي اړيکې پياوړې کول دي، چې دا د افغانانو په ځانګړې توګه کندهاريانو لپاره يو ښه زېری دی.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال محمد يونس مومند وويل، له يو کال راهيسې يې د دې دهلېز د پرانيستلو لپاره کار کاوه، چې بالاخره يې پر پرانيستلو وتوانېدل.
د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مرستيال عبدالباقي بناء په وينا، د تازه مېوو د موسم له رارسېدو سره به له کندهاره هند ته په اونۍ کې دوه وارې توكي ولېږدول شي.