ads

خوست کې ورزشي خبريالانو د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د بشپړغړيتوب هرکلی وکړ

په خوست ولايت کې د ورزشي خبريالانو فدراسيون پرون د يوې راټولېدنې په ترڅ کې د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب هرکلى وکړ.

نویسنده: sarwan
3 چنګاښ 1396
خوست کې ورزشي خبريالانو د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د بشپړغړيتوب هرکلی وکړ

په خوست ولايت کې د ورزشي خبريالانو فدراسيون پرون د يوې راټولېدنې په ترڅ کې د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب هرکلى وکړ.
د ورزشي فدراسيون مشر صبغت الله عاطف له كليد سره خبرو كې دا د افغانستان لپاره يوه ستره لاسته راوړونه وبلله.
بلخوا په خوست کې د يو خصوصي ټلويزيون مشر اسمعيل حقمل وايي، د کرکټ ملي لوبډله له دې وروسته له پياوړو لوبډلو سره د لوبې ډګر ته ځي، نو د کرکټ مينه والو ته پکار ده، چې د لوبې بايللو او ګټلو ته په يوه سترګه وګوري.
بايد ياده شي، چې وړمه ورځ د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان او ايرلنډ ته د بشپړ غړيتوب حق ورکړ او دواړه هېوادونه به له دې وروسته د نورو پياوړو لوبډلو په څېر د آى سي سي له امکاناتو ګټه پورته كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA