ads

امريكا، هند ته د پرمختللو بې پيلوټه الوتکو د سپارلو لپاره چمتووالى وښود

راپورونه وايي، امريکا د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هند ته د پرمختللو بې پيلوټه الوتکو د سپارلو لپاره چمتووالى نيولى دى.

نویسنده: sarwan
3 چنګاښ 1396
امريكا، هند ته د پرمختللو بې پيلوټه الوتکو د سپارلو لپاره چمتووالى وښود

راپورونه وايي، امريکا د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هند ته د پرمختللو بې پيلوټه الوتکو د سپارلو لپاره چمتووالى نيولى دى.
د راپورونو پر بنسټ، د امريکا له خوا هند ته د اېف شپاړس جنګي الوتکو تر ورکړې وروسته اوس ټاکل شوې واشنګټن ته د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د سفر په مهال د بې پيلوټه الوتکو د سپارلو هوکړه هم وشي.
هندي چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد لومړى وزير به د دوشنبې په ورځ په رسمي سفر امريکا ته لاړ شي.
د هند ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې د بې پيلوټه الوتکو تر سپارلو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي او اقتصادي اړيکې نورې هم پياوړې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA