ads

غني او عبدالله د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب مبارکي وويله

د ملي يووالي حكومت مشرانو افغانانو ته د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب مبارکي ويلې ده.

نویسنده: sarwan
2 چنګاښ 1396
غني او عبدالله د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب مبارکي وويله

د ملي يووالي حكومت مشرانو افغانانو ته د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د بشپړ غړيتوب مبارکي ويلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د کرکټ نړيوالې شورا په رسمي غونډه کې د دې شورا دايمي غړيتوب ترلاسه کړ او له ټولو هغو امتيازونو به برخمن وي، چې نور دايمي غړيتوب لرونكو هېوادونو ته ورکول کېږي.
جمهور رئيس غني ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د افغانستان کرکټ بورډ ته د يادې سترې لاسته راوړنې مباركي وويله.
په ورته وخت كې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هېوادوالو ته د کرکټ نړيوالې شورا کې د افغانستان د دايمي غړيتوب مبارکي ويلې او له كركټ بورډ څخه يې مننه كړې، چې په لږ وخت كې يې هېواد ته لوى وياړونه ورپه برخه كړي دي.
په لندن كې د کرکټ نړيوالې شورا کلنۍ غونډه كې پرون افغانستان او ايرلنډ بشپړ غړيتوب ترلاسه كړ. افغان کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته د دايمي غړيتوب لپاره رسمي غوښتنليک څو ورځې وړاندې تسليم کړى و. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ وروستيو لاسته راوړنو، پرمختګونو، اداري اصلاحاتو، پرمختيايي فعاليتونو او د ملي لوبډلې پرلپسې برياليتوبونو ته په کتنې سره دغې ادارې ته د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ورکړل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA